×

‫زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟هر څه د خالق د وجود څرګندونه کوي

اسمانونه او ځمکه او په دوی کې لوی مخلوقات چې احاطه کېدلی نه شي، چا پیدا کړي دي؟

په اسمان او ځمکه کې دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟

انسان چا پیدا کړی او هغه ته د اورېدلو، لیدلو، عقل، پوهې لاسته راوړلو او په واقعیتونو د پوهېدلو وړتیا چا ورکړې ده؟

تاسو د خپل بدن او د ژوندیو موجوداتو په سیسټمونو کې دا دقیق جوړښت څنګه تشریح کوئ؟ او دا چا لومړی پېدا کړی دی؟

دا لوی کاینات څنګه د کلونو په تېرېدو د خپلو قوانینو سره منظم چلیږي او برقرار پاتې دي؟

هغه نظامونه چا رامینځته کړي چې دا نړۍ کنټرولوي (ژوند او مرګ، د ژونديو موجوداتو تناسل، شپه او ورځ، د موسمونو بدلون، او داسې نور)؟

آیا دې کائناتو خپل ځان پخپله پیدا کړي؟ یا له هېڅ څخه منځ ته راغلي؟ او یا په تصادفي ډول موندل شوي دي؟

ولې یو څوک د داسې شیانو په شتون باور لري چې لیدلی یې نه شي؟ لکه: (درک، عقل، روح، احساسات او مینه) آیا لامل یې دا نه دی چې هغه یې اغیزې ویني؟ نو څنګه انسان د دې لویو کائناتو د پيدا کوونکي له شتون څخه انکار کوي، حال دا چې هغه یې د پېدایښت، صنعت او رحمت اغیزې ویني؟!

هېڅ هوښیار به دا ونه مني چې ورته وویل شي: دا کور په خپله جوړ شوی، پرته لدې چې یو څوک یې جوړ کړي! یا ورته ووایي: دا کور هېڅ شي (نشت) رامنځته کړی! نو ځینې خلک څنګه په هغه چا باور کولی شي چې وايي: دا لوی کائنات پرته له خالق څخه پیدا شوي؟ یو عقلمند انسان څنګه منلی شي ورته وویل شي چې: د کائناتو دا دقیق نظم په تصادفي توګه رامینځته شوی دی؟

الله تعالی فرمايلي دي:(أَمۡ خُلِقُواْ مِنۡ غَيۡرِ شَيۡءٍ أَمۡ هُمُ ٱلۡخَٰلِقُونَ، أَمۡ خَلَقُواْ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ). {أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ}آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي. آیا دوى آسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي.[52 : 32].

‫الله سبحانه وتعالی

یوازې یو رب او خالق دی چې ډېر زیات او ستر نومونه او صفتونه لري هغه چې د هغه د کمال څرګندونه کوي: نو د هغه له نومونو څخه دا دي: الخالق (پیدا کوونکی)، الرحیم (رحم کوونکی) الرازق ( رزق ورکوونکی) الکریم ( سخي ذات) او "الله" د لوی څښتن سبحانه و تعالی تر ټولو مشهور نوم دی، او معنی یې دا ده چې: یوازې د عبادت وړ ذات چې هېڅ شریک نه لري.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي([1]):﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ (قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ)(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى).* ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ * ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُهم دا الله بې نیازه (بې حاجته) دى*لَمۡ یَلِدۡ وَلَمۡ یُولَدۡ *لَمۡ یَلِدۡ وَلَمۡ یُولَدۡ) نه يې (څوک) زېږولى او نه دى (له چا) زېږول شوى دی.*وَلَمۡ یَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ﴾ وَلَمۡ یَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ﴾او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته.[112: 1-4].

او الله تعالى فرماېلي:﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾ ﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوک وي چې د هغه له اجازې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هېڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې له اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكى او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.[2 : 255].

‫د سپېڅلي رب صفتونه

څښتن تعالی هغه ذات دی چې ځمکه یې پیدا کړه او هغه یې اېل کړه، د خپلو مخلوقاتو لپاره یې مناسبه وګرځوله او دی هغه ذات دی چې آسمانونه او لوی مخلوقات یې په دوی کې پیدا کړل او د لمر، سپوږمۍ، شپې او ورځې لپاره یې دا دقیق کنټرول رامنځته کړی چې پر عظمت یې دلالت کوي.

رب تعالی هغه ذات دی چې هوا یې موږ ته مسخره کړې چې له هغې پرته ژوند نه شو درلودلای، او هغه ذات دی چې پر موږ بارانونه وروي او موږ ته یې سمندرونه او سیندونه تابع کړي او دی همغه ذات دی چې موږ ته یې هغه مهال روزي راکوله کله چې موږ د مېندو په رحمونو کې کوچنيان وو او هېڅ ځواک مو نه درلود، او دی همغه ذات دی چې زموږ په رګونو کې یې ویني جریان ورکړی، او زموږ زړونو ته یې په مستمر ډول له زیږون څخه تر مرګه حرکت ورکړی دی.

الله تعالی فرمایلي:﴿وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ ﴿وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾(او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې پر هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه در كړل، د دې لپاره چې شكر وباسئ)(16: 78)

‫هغه رب چې عبادت یې کیږي باید د کمال په صفتونو سره یاد شي.

زموږ خالق موږ ته عقلونه راکړي چې د هغه عظمت درک کوي، او په موږ کې یې داسې یو طبیعي فطرت زیږولی چې د هغه پر کمال دلالت کوي، او دا چې شونې نده هغه ذات د نیمګړتیاوو په صفتونو سره یاد شي.

عبادت باید خامخا او یوازې د الله جل جلاله وشي، ځکه همدی بشپړ ذات دی چې د عبادت مستحق دی او هر هغه څه چې له هغه پرته یې عبادت کیږي باطل او نېمګړی دی او مرګ او فنا کېدل پرې راځي.

انسان، بت، ونه او یا حیوان هېڅکله معبود کېدلی نه شي!

د عقلمند لپاره مناسبه نه ده چې له کامل ذات پرته د بل چا عبادت وکړي، نو څنګه کولای شي له خپل ځان څخه د ټېټ مخلوق عبادت وکړي؟

شونې نه ده چې رب دې د یوې میرمنې په خېټه کې د ماشوم په څېر وي او داسې وزېږول شي لکه څنګه چې ماشومان زېږېږي!

څښتن هغه ذات دی چې مخلوقات یې پیدا کړي او مخلوقات یې په قبضه کې دي او د هغه تر واک لاندې دي، ناشونې ده چې انسانان ورته زیان ورسوي؛ او ناشونې ده چې هغه په دار وځړوي، شکنجه یې کړي او سپکاوی ورته وکړي!

ناشونې ده چې رب دې ومري!

څښتن هغه ذات دی چې نه هېروي، نه خوب کوي او نه خوري، هغه لوی دی، ناشونې ده چې ښځه یا بچی ولري؛ خالق د عظمت صفتونه لري او هېڅکله نه اړمن کیږي او نه په نیمګړتیا سره یادیږي، او ټول هغه نصوص چې نسبت یې پېغمبرانو ته کیږي او د خالق د عظمت سره په ټکر کې وي، هغه تحريف شوي نصوص دي او صحيح وحې نه ده کومه چې موسی، عیسی، او نورو پیغمبرانو علیهم السلام راوړې ده.

الله تعالی فرمایلي:يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ (73) يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ (73)اې خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نه كړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (74) مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (74)دوی د الله تعالی قدر ونه کړ، څنګه چې د هغه د قدر کولو حق دی، بېشکه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دی (74).[22: 73, 74].

‫آیا دا معقوله ده چې خالق دې موږ له وحی پرته پرېږدي؟

آیا دا عقل مني چې الله دا ټول مخلوقات بې هدفه پیدا کړي، آیا هغه یې بې مقصده پیدا کړي دي، حال دا چې هغه په هر څه پوه او حکیم دی؟

آیا دا عقل مني چې هغه ذات چې موږ یې په دومره دقت او مهارت سره پیدا کړي یو او د ځمکې او اسمانونو هر څه یې زموږ تابع کړي، چې موږ به یې له کوم هدف پرته پیدا کړي یو، او یا به مو د خورا مهمو پوښتنو له ځوابولو پرته پرېږدي چې زموږ فکر یې مشغول کړی دی، لکه: ولې موږ دلته یو؟ او له مرګ نه وروسته څه دي؟ او زموږ د پیدایښت موخه څه ده؟

بلکي الله پېغمبران رالېږلي چې موږ د خپل شتون په هدف پوه شو او دا چې هغه له موږ نه څه غواړئ!

الله جل جلاله د دې لپاره پېغمبران رالېږلي چې موږ ته خبر راکړي چې یوازې هغه د عبادت وړ دی، او چې پوه شو څنګه یې عبادت وکړو، او موږ ته د هغه د اوامرو او منهیاتو په اړه خبر راکړي او د دې لپاره چې موږ ته نیک ارزښتونه را زده کړي چې که موږ یې مراعت کړو، نو پاک او له نیکیو او برکتونو ډک ژوند به ولرو.

او یقینا چې الله ډېر پېغمبران رالېږلي، لکه (نوح، ابراهیم، موسی او عیسی) او الله تعالی دغو پېغمبرانو ته داسې نښې او معجزې ورکړې چې د دوی د رېښتینولۍ څرګندونه کوي او دا چې دوی د خالق له خوا رالېږل شوي دي.

او د پېغمبرانو وروستنی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی - او الله جل جلاله پرې قرآن کریم نازل کړی دی.

او رسولانو موږ ته په واضح ډول خبر راکړی چې دا ژوند یو امتحان دی او دا چې ریښتینی ژوند به له مرګ نه وروسته وي.

او دا چې د هغو مؤمنانو لپاره جنت دی چې یوازې د الله جل جلاله عبادت یې کړی وي؛ هغه ذات چې شریک نه لري او په ټولو رسولانو یې ایمان راوړی وي او پدې چې هلته یو اور دی چې الله د هغو کافرانو لپاره چمتو کړی چې د الله سره د نورو معبودانو عبادت هم کوي او یا یې د الله له کوم رسول څخه انکار کړی وي او پرې کافر شوی وي.

الله تعالی فرمايلي دي:

يَابَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (35) يَابَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (35)اې د ادم اولاده! كه تاسو ته له تاسو نه واقعًا رسولان راشي، چې تاسو ته زما آیتونه بیانوي، نو هغه څوک چې پرهېزګاره شو او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي.وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (36) وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ (36)او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ وبلل او تكبر يې ترې وكړ، نو هغوى دوزخيان دي، تل ترتله پكې اوسېدونكي دي.[7 : 35,36].

او الله پاک فرمایلي:﴿ أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ﴾ ﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ﴾آیا نو تاسو ګمان كوئ چې بې شكه موږ تاسو عبث پیدا كړي یاست او دا چې بې شكه تاسو به موږ ته بېرته نه راګرځئ.[23: 115].

‫قرآن کریم

قرآن کریم د الله تعالی کلام دی چې په وروستي پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې نازل کړی، او دا ترټولو ستره معجزه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت حقیقت څرګندوي. په خپلو احکامو کې حق او په خپلو معلوماتو کې ریښتینی دی، او الله تعالی یې منکران د یو سورت په څېر د سورت په راوړلو سره وننګول، مګر دوی د هغه حیرانوونکي انداز او الفاظو عاجز کړل، په دې کې ډېر عقلي شواهد او ساینسي حقایق شامل دي چې دا په ډاګه کوي چې دا کتاب د انسانانو لخوا نه دی جوړ شوی، بلکې دا د انسانیت د څښتن پاک کلام دی.

‫ولې ډېر شمېر رسولان؟

الله جل جلاله له اوله پېغمبران رالېږلي چې خلک د خپل رب لور ته راوبلي او د هغه اوامر او نواهي هغوی ته ورسوي، او د هغوی ټولو بلنه دا وه چې: يوازې د الله جل جلاله عبادت وکړئ او هر کله چې به یو قوم هغه څه پرېښودل پېل کړل چې پېغمبر به یې ورته راوړي وو او یا به یې د هغې د بدنامولو هڅه وکړه، لکه د الله تعالی په یووالي امر، نو الله تعالی به د دې لارې د سمونتیا لپاره بل رسول راولېږه چې خلک بېرته د توحید او د الله تعالی اطاعت ته راوګرځوي، تر دې چې الله تعالی د محمد صلی الله علیه وسلم په رالیږلو سره د رسولانو لړۍ پای ته ورسوله، چا چې د قیامت تر ورځې پورې ټولو انسانانو ته عمومي او ابدي شریعت راوړی، داسې قانون چې د مخکنیو قوانینو بشپړونکی او منسوخوونکی دی، او لوی الله د قیامت تر ورځې پورې د دې شریعت او رسالت د دوام تضمین کړی دی.

له همدې امله، موږ مسلمانان په ټولو پخوانیو پیغمبرانو او کتابونو. ایمان لرو - لکه څنګه چې الله امر کړی -

الله تعالی فرمایلي:﴿ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَاۤ أُنزِلَ إِلَیۡهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَـٰۤىِٕكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَیۡنَ أَحَدࣲ مِّن رُّسُلِهِۦۚ وَقَالُوا۟ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۖ غُفۡرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَیۡكَ ٱلۡمَصِیرُ﴾ ﴿ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَاۤ أُنزِلَ إِلَیۡهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَـٰۤىِٕكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَیۡنَ أَحَدࣲ مِّن رُّسُلِهِۦۚ وَقَالُوا۟ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۖ غُفۡرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَیۡكَ ٱلۡمَصِیرُ﴾رسول پر هغه څه ایمان راوړى چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو (او وايي چې) موږ د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې فرق نه كوو او وايي چې: موږ واورېدل او خبره مو ومنله (موږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زموږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى[2: 285]. [2: 285].

‫یو څوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نه شي تر څو یې په ټولو پیغمبرانو ایمان نه وي راوړی.

الله هغه ذات دی چې رسولان یې رالیږلي او چا چې له دوی څخه د یوه په پېغمبرۍ کفر وکړ نو په حقیقت کې یې په ټولو کفر کړی دی، له دې به لویه ګناه نه وي چې یو څوک د الله تعالی له وحيې انکار وکړي، نو جنت ته د ننوتلو لپاره په ټولو پېغمبرانو ایمان راوړل ضروري دي.

په دې زمانه کې پر هر چا فرض دي چې د الله تعالی په ټولو پیغمبرانو ایمان راوړي، او دا کار یوازې د دوی په وروستي او اخري پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ایمان راوړلو او پیروي سره کېږي.

الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي، څوک چې د الله په کوم پیغمبر له ایمان راوړلو څخه انکار کوي نو هغه په الله تعالی کافر او د هغه د وحی دروغ ګڼونکی دی:

لاندې آیت ولوله:"إنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ ورُسُلِهِ ويُرِيدُونَ أنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ ورُسُلِهِ ويَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ ونَكْفُرُ بِبَعْضٍ ويُرِيدُونَ أنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا "إنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ ورُسُلِهِ ويُرِيدُونَ أنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ ورُسُلِهِ ويَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ ونَكْفُرُ بِبَعْضٍ ويُرِيدُونَ أنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا)بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مېنځ كې (بله) لار ونیسيأُولَئِكَ هُمُ الكافِرُونَ حَقًّا وأعْتَدْنا لِلْكَفَرَيْنِ عَذابًا مُهِينًا﴾". أُولَئِكَ هُمُ الكافِرُونَ حَقًّا وأعْتَدْنا لِلْكَفَرَيْنِ عَذابًا مُهِينًا﴾".دغه كسان په رښتیا كافران دي او موږ د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دی[4: 150,151].

‫اسلام څه شی دی؟

اسلام؛ د الله تعالی یووالي ته غاړه اېښودل دي، په پیروۍ سره هغه ته تسلیمېدل او په خوښۍ او منلو سره د هغه د شریعت پیروي کول دي.

او الله تعالی رسولان له یو پیغام سره رالیږلي چې هغه: د یو الله عبادت ته بلنه ده؛ هغه ذات چې شریک نه لري.

او اسلام د ټولو پیغمبرانو دین دی، د دوی بلنه یو شان او شریعتونه یې بېلابېل دي. نن ورځ مسلمانان یوازیني خلک دي چې د صحیح دین پیروي کوي، هغه دین چې د ټولو انبیاوو لخوا راوړل شوی او په دې وخت کې د اسلام پیغام حق دی، نو هغه رب چې ابراهیم، موسی او عیسی علیهم السلام یې رالیږلي؛ همغه رب دی چې محمد صلی الله علیه وسلم یې رالیږلی، او اسلامي شریعت د نورو مخکنیو شریعتونو منسوخوونکی دی.

ټول هغه دینونه چې خلک پرې نن سبا عبادت کوي - له اسلام پرته - هغه دینونه دي چې د انسانانو له خوا رامینځته شوي، یا دا چې الهی ادیان وو خو انسانانو پکې لاسوهنه وکړه نو د خرافاتو، میراثي افسانو او بشري اجتهاداتو ګډوله ترې جوړه شوه. خو د مسلمانانو عقیده یوه روښانه عقیده ده چې بدلون نه مومي، او قرآن کریم ته وګوره چې په ټولو اسلامي هیوادونو کې همدا یو کتاب دی.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي:

قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (84) قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (84)ته ووایه: موږ ایمان راوړى پر الله او پر هغه (كتاب) چې پر موږ نازل كړى شوى دى او پر هغه څه چې په ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب او (د هغه) په اولادې نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او (نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړل شوي دي، موږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او موږ خاص د هغه (الله) د حكم منونكي یو.وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ 85). وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ 85).(او څوک چې له اسلام پرته (بل) دین ولټوي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دی)[3: 84,85].

‫مسلمانان د عیسی علیه السلام په اړه څه عقیده لري؟

آیا پوهېږې چې مسلمانان باید د الله تعالی پر پېغمبر عیسی علیه السلام ایمان ولري، له هغه سره مینه ولري، درناوی یې وکړي او په هغه رسالت یې ایمان ولري چې هغه یوازې د یو الله عبادت ته بلنه ده؛ هغه ذات چې شریک نه لري! او مسلمانان په دې باور دي چې حضرت عیسی او حضرت محمد (صلی الله علیهما وسلم) دواړه پیغمبران وو او دا چې دوی د دې لپاره رالیږل شوي وو چې خلکو ته د الله او د جنت لار وښیي.

او موږ باور لرو چې عیسی علیه السلام د الله تعالی له خوا له لویو پېغمبرانو څخه یو رالېږل شوی پېغمبر دی او موږ باور لرو چې هغه په معجزانه توګه زېږېدلی و، او الله تعالی موږ ته په قرآن کې فرمایلي چې عیسی علیه السلام یې پرته له پلار څخه پیدا کړی، لکه څنګه یې چې آدم له مور او پلار پرته پیدا کړی، نو الله خو په هر څه قادر دی.

او موږ باور لرو چې عیسی معبود نه دی او نه د الله تعالی زوی دی، او نه په دار شوی دی، بلکې هغه ژوندی دی، الله تعالی خپل طرف ته پورته كړى چې په وروستي وخت کې د عادلانه قضاوت کوونکي واکمن په توګه راښکته شي، او دی به له مسلمانانو سره وي، ځکه چې همدوی په توحید ایمان لري؛ هغه توحید چې عیسی او ټولو پیغمبرانو علیهم السلام راوړی دی.

الله پاک موږ ته په قرآن کریم کې خبر راکړی چې د عیسی پیغام (رسالت) د عیسویانو له خوا تحریف شوی او دا چې د ګمراهانو یوې ډلې انجیل تحریف کړی او بدلون یې پکې راوستی او داسې متنونه یې ورزیات کړي چې عیسی نه دي ویلي، د دې خبرې ثبوت د انجیل بېلابېلې نسخې او تر منځه یې د ټکر شتون دی.

الله تعالی موږ ته خبر راکړی چې عیسی د خپل رب عبادت کاوه او له هېچا یې نه و غوښتي چې د هغه عبادت وکړي، بلکې هغه خپل قوم ته امر کړی و چې د هغه د خالق عبادت وکړي، خو شیطان عیسویان د عیسی عبادت ته اړ کړل، او الله تعالی موږ ته په قرآن کریم کې فرمایلي چې هغه چاته به بښنه ونه کړي چې له الله پرته د بل چا عبادت کوي، او دا چې عیسی علیه السلام به د قیامت په ورځ له هغه چا څخه بېزاره شي چې د هغه عبادت یې کاوه او ورته به وایي چې: ما خو تاسو ته امر کړی و چې د خالق عبادت وکړئ او ما هېڅکله له تاسو نه و غوښتي چې زما عبادت وکړئ. د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا قول دی:

﴿یَـٰۤأَهۡلَ ٱلۡكِتَـٰبِ لَا تَغۡلُوا۟ فِی دِینِكُمۡ وَلَا تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ إِنَّمَا ٱلۡمَسِیحُ عِیسَى ٱبۡنُ مَرۡیَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥۤ أَلۡقَىٰهَاۤ إِلَىٰ مَرۡیَمَ وَرُوحࣱ مِّنۡهُۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۖ وَلَا تَقُولُوا۟ ثَلَـٰثَةٌۚ ٱنتَهُوا۟ خَیۡرࣰا لَّكُمۡۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَـٰهࣱ وَ ٰ⁠حِدࣱۖ سُبۡحَـٰنَهُۥۤ أَن یَكُونَ لَهُۥ وَلَدࣱۘ لَّهُۥ مَا فِی ٱلسَّمَـٰوَ ٰ⁠تِ وَمَا فِی ٱلۡأَرۡضِۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِیلࣰا﴾ ﴿یَـٰۤأَهۡلَ ٱلۡكِتَـٰبِ لَا تَغۡلُوا۟ فِی دِینِكُمۡ وَلَا تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ إِنَّمَا ٱلۡمَسِیحُ عِیسَى ٱبۡنُ مَرۡیَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥۤ أَلۡقَىٰهَاۤ إِلَىٰ مَرۡیَمَ وَرُوحࣱ مِّنۡهُۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۖ وَلَا تَقُولُوا۟ ثَلَـٰثَةٌۚ ٱنتَهُوا۟ خَیۡرࣰا لَّكُمۡۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَـٰهࣱ وَ ٰ⁠حِدࣱۖ سُبۡحَـٰنَهُۥۤ أَن یَكُونَ لَهُۥ وَلَدࣱۘ لَّهُۥ مَا فِی ٱلسَّمَـٰوَ ٰ⁠تِ وَمَا فِی ٱلۡأَرۡضِۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِیلࣰا﴾اې اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى د كار ساز (په توګه).[4 : 171].

الله تعالی فرمايي:(وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيْنِ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ ۚ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ (وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيْنِ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ ۚ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ)او كله چې الله وفرمایل: اې عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ؟ عیسٰی وویل زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وَى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې پر هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم پر هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې.(5 :116)

څوک چې غواړي په آخرت کې نجات ومومي باید اسلام قبول کړي او د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.

له هغو حقایقو چې پیغمبرانو او رسولانو پرې اتفاق کړی دا دی چې یوازې هغه مسلمانان به په آخر کې نجات مومي چې په الله تعالی ایمان لري او د هغه سره په عبادت کې هېڅوک نه شریکوي او په ټولو پیغمبرانو او رسولانو ایمان لري. هغه څوک چې د موسی علیه السلام په زمانه کې وو او په هغه یې ایمان راوړی و او د هغه په لارښوونو یې عمل کړی و، نو هغوی ښه مسلمانان او صالح مؤمنان دي، خو وروسته له دې چې الله تعالی عیسی علیه السلام راولیږه، نو د موسی علیه السلام پیروان باید په عیسی علیه السلام ایمان راوړي او هغه څوک چې په عیسی علیه السلام ایمان ولري ښه مسلمانان دي، او څوک چې په عیسی علیه السلام له ایمان راوړلو انکار وکړي او ووایي چې زه د موسی علیه السلام په دین یم، هغه مومن ندی؛ ځکه چې هغه د الله تعالی له خوا له رالېږل شوي پیغمبر څخه انکار کړی، همدا رنګه وروسته له دې چې الله تعالی وروستی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم راولیږه، پر ټولو واجب شوه چې ایمان پرې راوړي، نو هغه رب چې موسی او عیسی یې رالیږلي همغه رب دی چې وروستی پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې رالیږلی، نو چا چې د محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت کفر وکړ او ویې ویل چې "زه به د موسی او یا عیسی پیرو پاتې شم، نو دا مؤمن نه دی.

د یو چا لپاره دا بسنه نه کوي چې ووایي هغه د مسلمانانو درناوی کوي او نه یې په آخرت کې د خلاصون لپاره بسنه کوي چې خیرات ورکړي او د غریبانو سره مرسته وکړي، بلکې باید په الله تعالی، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان ولري؛ تر څو الله تعالی ترې دا هر څه قبول کړي!، له شرک او کفر څخه بله لویه ګناه نشته او لدې چې د الله تعالی هغه وحی رد کړی شي چې هغه نازله کړې ده او یا یې د وروستي پېغمبر له پېغمبرۍ انکار وشي. نو هغه یهودو او نصارو چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت په اړه اورېدلي وي او په هغه یې له ایمان راوړلو انکار کړی او په اسلام کې له داخلېدو یې انکار کړی، د دوزخ په اور کې به د تل لپاره پاتې شي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي:

{إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ} {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ}. (بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور کې تل ترتله وي، هم دغه كسان تر ټولو بد خلق دي)[98: 6].

له هغه وخته چې بشریت ته د الله تعالی وروستی پیغام نازل شوی، نو هر انسان چې د اسلام په اړه اوري او د وروستي پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پیغام اوري، باید په هغه ایمان راوړي، د هغه د شریعت پیروي وکړي او په اوامرو او نواهیو کې د هغه اطاعت وکړي، او څوک چې دا وروستی پیغام واوري او رد یې کړي، الله تعالی به له هغه څخه هېڅ شی ونه مني او په آخرت کې به عذاب ورکړي، د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا وینا ده:

﴿وَمَن یَبۡتَغِ غَیۡرَ ٱلۡإِسۡلَـٰمِ دِینࣰا فَلَن یُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِی ٱلۡـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَـٰسِرِینَ﴾ ﴿وَمَن یَبتَغِ غَیرَ ٱلإِسلَـٰمِ دِینا فَلَن یُقبَلَ مِنهُ وَهُوَ فِی ٱلـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلخَـٰسِرِینَ 85﴾ او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى.[3 : 85].

او الله تعالى فرماېلي:(قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ) (قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ)ورته وايه اې اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته به بل څه نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوک له الله نه پرته يو بل د معبودانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو.(3: 64).

‫زه د مسلمانېدلو لپاره څه ته اړتیا لرم؟

اسلام کې د ننوتلو لپاره په دې شپږو ارکانو ایمان راوړل واجب دي:

په الله جل جلاله ایمان او دا چې هغه خالق، روزي ورکوونکی، چار سمبالی او مالک دی، د هغه په شان هېڅ شی نشته، هغه نه مېرمن لري او نه زوی، او هغه یوازې د عبادت مستحق دی.

په پرېښتو ایمان او دا چې دوی د الله تعالی بندګان دي، له نور څخه یې پیدا کړي او دنده یې ورسپارلې چې پر پېغمبرانو علیهم السلام یې وحی نازلوي.

په ټولو هغو کتابونو ایمان راوړل چې الله تعالی په خپلو پیغمبرانو علیهم السلام نازل کړي دي (لکه: تورات او انجیل) او وروستی کتاب قرآن کریم.

په ټولو پېغمبرانو -علیهم السلام- ایمان راوړل لکه: نوح، ابراهیم، موسی، عیسی او د دوی وروستی محمد صلی الله علیه وسلم، او دا چې دوی ټول له انسانانو څخه وو، د وحی په واسطه یې د دوی ملاتړ کړی او هغه نښې او معجزې یې ورکړې چې د دوی د ریښتینولۍ څرګندونه کوي.

د آخرت په ورځ ایمان راوړل چې الله جل جلاله به مخکیني او وروستني راژوندي کوي او الله تعالی به د خپل مخلوق په مینځ کې قضاوت کوي، مومنان به جنت او کافران به دوزخ ته داخلوي.

په تقدیر باور او دا چې الله په هر څه پوهیږي، څه چې پخوا وو او څه به چې په راتلونکي کې وي، او دا هر څه یې لیکلي دي او د دې اراده یې هم کړې ده او هر څه یې پيدا کړي هم دي.

‫اسلام د نېکمرغۍ لار ده

اسلام د ټولو پیغمبرانو دین دی او د عربو پورې ځانګړی دین نه دی.

اسلام په دې دنیا کې د ریښتینې خوښۍ او په آخرت کې د ابدي نعمتونو لاره ده.

اسلام یوازینی دین دی چې د روح او بدن اړتیاوې پوره کولی شي او د انسانانو ټولې ستونزې حلولی شي.

الله تعالی فرمايلي دي:

{قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى {قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى(الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږيوَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىاو هغه څوک چې زما له ذِكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به موږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو.[20: 123 ,124].

‫اسلام ته په داخلېدو کې څه ګټه کوم؟

اسلام ته داخلېدل سترې ګټې لري، چې ځینې یې دا دي:

- په دنیا کې بریا او عزت، ځکه چې انسان د الله بنده وي، که نه نو د خواهشاتو، شیطان او شهوتونو بنده به و.

- په آخرت کې تر ټولو لویه بریا د دوزخ له عذابه ژغورل، جنت ته داخلېدل او په جنت کې د الله تعالی رضا او د ابدي ژوند ګټل دي.

هغه څوک چې الله تعالی یې جنت ته داخل کړي، د مرګ یا هر ډول ناروغۍ، درد، غم، یا بوډاتوب پرته به په ابدي نعمتونو کې ژوند وکړي، او دوی به هر څه چې دوی یې غواړي ترلاسه کړي.

په جنت کې داسې نعمتونه شته چې نه د چا سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا په فکر کې ګرځېدلي.

د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا وینا ده چې فرمایي:﴿مَنۡ عَمِلَ صَـٰلِحࣰا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنࣱ فَلَنُحۡیِیَنَّهُۥ حَیَوٰةࣰ طَیِّبَةࣰۖ وَلَنَجۡزِیَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُوا۟ یَعۡمَلُونَ﴾ ﴿مَنۡ عَمِلَ صَـٰلِحࣰا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنࣱ فَلَنُحۡیِیَنَّهُۥ حَیَوٰةࣰ طَیِّبَةࣰۖ وَلَنَجۡزِیَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُوا۟ یَعۡمَلُونَ﴾چا چې نېک عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.[16 : ٩٧].

‫که اسلام را نه وړم نو څه به له لاسه ورکړم؟

انسان به تر ټولو ستر علم او پوهه له لاسه ورکړي، چې هغه د الله تعالی پېژندل او د الله تعالی په اړه پوهه ده، او هغه به په الله تعالی باور له لاسه ورکړي، هغه څه چې انسان ته په دنیا کې امنیت او آرامي او په آخرت کې ابدي نعمت ور په برخه کوي.

انسان به تر ټولو لوی کتاب ته لاسرسی له لاسه ورکړي چې الله تعالی خلکو ته نازل کړی او په دې لوی کتاب به ایمان له لاسه ورکړي.

هغه به په سترو پیغمبرانو ایمان له لاسه ورکړي، همدا رنګه به د قیامت په ورځ په جنت کې د دوی ملګرتیا له لاسه ورکړي، او د دوزخ په اور کې به د شیطانانو، مجرمانو او ظالمانو سره مل وي، چې ډېر بد کور او بد ګاونډ دی.

الله تعالی فرمايلي دي:

قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (15) ﴿قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (15)ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلک دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى.لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ } . لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ﴾ د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ.[39: 15 ,16].

‫پرېکړه مه ځنډوه!

دنیا د ابدیت کور نه دی ...

ژر دی چې ټول ښایست به یې له منځه لاړ شي او ټول شهوتونه به ختم شي...

او هغه ورځ به راشي چې د کړنو حسابي به درسره وشي، چې هغه د قیامت ورځ ده، الله تعالی فرمایلي:{وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاَّ أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا} {وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاَّ أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا} (او كتاب به كېښودل شي، نو ته به مجرمان وینې چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اې زموږ هلاكته! د دې كتاب (عملنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه (هره يوه) يې حساب كړې ده او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هېچا ظلم نه كوي).[18 : 49].

او یقینا چې الله تعالی په ډاګه کړې ده چې څوک اسلام نه راوړي نو هغه به د تل لپاره د دوزخ په اور کې وي.

نو دا لږ تاوان نه، بلکې لوی تاوان دی:{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ } (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين)(او څوک چې له اسلام نه پرته (بل) دین ولټوي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دی)[3 : 85].

نو اسلام هغه دین دی چې له هغه پرته الله نور دینونه نه مني.

نو الله موږ پیدا کړي یو او هغه ته ورګرځو او دا دنیا زموږ لپاره یوه ازموینه ده.

ډاډه اوسه چې: دا ژوند د خوب په څېر لنډ دی ... او هېڅوک نه پوهیږي چې کله به مري!

نو د قيامت په ورځ به خپل خالق ته څه ځواب وايي چې پوښتنه درڅخه وکړي چې: ولې دې د حق پيروي نه ده کړې؟ ولې دې د وروستي پیغمبر پیروي نه ده کړې؟

نو ته به خپل پروردګار ته د قيامت په ورځ څه ځواب وايي، حال دا چې هغه په اسلام کې د کفر له عواقبو خبرداری درکړی و او ويلي يې و چې د کفارو برخليک په دوزخ کې ابدي هلاکت دى؟

او الله تعالى فرماېلي:﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ ﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾او هغه خلق چې كفر يې كړى دى او زمونږ آيتونه يې دروغ ګڼلي دي، همدغه كسان د (دوزخ د) اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي.[2: 39]. [2: 39].

‫د هغو کسانو لپاره هېڅ عذر نشته چې حق یې پریښی او د پلرونو او نیکونو تقلید کوي.

الله تعالی موږ ته خبر راکړی چې ډېری خلک چې په اسلام کې له داخلېدو څخه انکار کوي د هغه چاپیریال له وېرې یې کوي په کوم کې چې دوی ژوند کوي.

او ډېری نور له اسلام څخه ځکه انکار کوي چې دوی نه غواړي خپلې هغه عقیدې بدلې کړي چې له پلرونو څخه ورته په میراث پاتې دي او دوی یې معتاد شوي دي او ډېری نور یې تعصب او له هغه باطل غیرت چې ورته پاتې دی له دې منعه کوي چې اسلام ومني.

او دا ټول خلک د دې لپاره هېڅ عذر نلري، دوی به د الله جل جلاله په وړاندې بې دلیله ودریږي.

دا د ملحد لپاره هېڅ عذر نه دی چې ووایی، "زه به ملحد پاتې شم ځکه چې زه په یوه ملحده کورنۍ کې زېږېدلی یم!" بلکې هغه باید له هغه عقل څخه کار واخلي چې الله تعالی ورکړی، د ځمکې او اسمانونو په عظمت کې باید فکر وکړي او په خپل هغه عقل سره فکر وکړي چې خالق یې ورکړی ترڅو پوه شي چې دا کائنات یو خالق لري.همدا رنګه څوک چې د ډبرو او بتانو عبادت کوي د خپلو پلرونو د تقلید لپاره هېڅ عذر نه لري، هغه باید د حقیقت لټون وکړي او له ځانه وپوښتي: زه څنګه کولی شم د یو داسې بې جانه شي عبادت وکړم چې نه زما اوري او نه ما ګوري او هېڅ ګټه هم راته نشي رسولی؟!

په ورته ډول، عیسوی چې په هغو شیانو باور لري چې له فطرت او عقل سره مخالف دي؛ باید له ځانه وپوښتي چې: الله څنګه کولی شي خپل بې ګناه زوی د خلکو د ګناهونو له امله ووژني؟! دا ظلم دی! همدارنګه انسانان څنګه کولی شي د رب زوی په دار کړي او ویې وژني؟! آیا رب نشي کولی د بشر ګناهونه وبخښي پرته لدې چې دوی ته د خپل زوی د وژلو اجازه ورکړي؟ آیا رب د خپل زوی دفاع نشي کولی؟

نو د عاقل انسان وظيفه ده چې د حق پيروي وکړي او په باطل کې د پلرونو او نيکونو تقليد ونه کړي.

الله تعالی فرمايلي دي:﴿وَإِذَا قِیلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡا۟ إِلَىٰ مَاۤ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ قَالُوا۟ حَسۡبُنَا مَا وَجَدۡنَا عَلَیۡهِ ءَابَاۤءَنَاۤۚ أَوَلَوۡ كَانَ ءَابَاۤؤُهُمۡ لَا یَعۡلَمُونَ شَیۡـࣰٔا وَلَا یَهۡتَدُونَ﴾ ﴿وَإِذَا قِیلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡا۟ إِلَىٰ مَاۤ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ قَالُوا۟ حَسۡبُنَا مَا وَجَدۡنَا عَلَیۡهِ ءَابَاۤءَنَاۤۚ أَوَلَوۡ كَانَ ءَابَاۤؤُهُمۡ لَا یَعۡلَمُونَ شَیۡـࣰٔا وَلَا یَهۡتَدُونَ﴾او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: موږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې موږ خپل پلرونه موندلي دي، آیا اګر كه د دوى پلرونه داسې وو چې نه پر كوم شي پوهېدل او نه هدایت موندونكي وو[5 :104].

‫هغه څوک باید څه وکړي چې غواړي اسلام قبول کړي، خو وېره لري چې خپلوان به یې ورته زیان ورسوي؟

څوک چې غواړي اسلام قبول کړي او د خپل شاوخوا چاپېریال څخه وېره ولري، کولی شي اسلام قبول کړي او خپل اسلام پټ وساتي تر څو چې الله تعالی ورته یوه د خیر لار اسانه کړي چې په هغې کې خپلواک شي او خپل اسلام ښکاره کړي.

نو پر تا باندې سمدلاسه اسلام قبلول واجب دی، خو په تا باندې لازم نه دی چې خپل شاوخوا خلکو ته د اسلام راوړلو خبر ورکړې او يا د مسلمانېدو اعلان وکړي، کله چې دا کار تا ته ضرر رسوي.

او پوه شه چې که مسلمان شوې نو ته به د میلیونونو مسلمانانو ورور شې، او کولی شي په خپل هېواد کې له جومات او یا اسلامي مرکز سره اړیکه ونیسې او له هغوی څخه مشوره او مرسته وغواړې او هغوی پدې کار سره خوشحالېږي.

الله تعالی فرمايلي دي:

{وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِب} {وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِب}(او هغه څوک چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي) او له يو داسې لورې به روزي وركوي چې ګومان يې نه كوي.[65 : 2، 3]

‫ګرانه لوستونکیه!

آیا د خالق الله رضا کول مهم نه دي -چا چې درباندې خپل ټول نعمتونه لورولي، چا چې په داسې حال کې خواړه درکول چې ته د خپلې مور په خېټه کې د جنین په بڼه وې، او هوا یې دررسوي چې اوس یې تنفس کوې- که د خلکو راضي کول مهم دي؟

آيا د دنيا او آخرت برياليتوب د ژوند د ټولو لذتونو د قربانولو ارزښت نه لري؟ ولې نه، قسم په الله!

خپل ماضي ته اجازه مه ورکوه مخنیوی دې وکړي چې غلطه تګلاره سمه کړې، او سم کارونه وکړې.

نن ورځ ریښتینی مؤمن شه! او شیطان ته اجازه مه ورکوه چې د حق له پیروۍ څخه دې منع کړي!

الله تعالی فرمايلي دي:

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنزلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا (174) {يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنزلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا (174)اې خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او موږ تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده.فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (175) } فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا(175) نو هر چې هغه كسان دي چې پر الله يې ایمان راوړ او پر (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي.[4: 174 ,175].

‫آیا ته چمتو یې چې د خپل ژوند ترټولو لویه پرېکړه وکړې؟

که دا هر څه ستا لپاره منطقي وي او په خپل زړه کې دې پر حقیقت اعتراف وکړ؛ نو پر تا لازم دي چې د مسلمانېدو لپاره لومړی ګام پورته کړي. آیا ته غواړې زه درسره مرسته وکړم چې ستا د ژوند غوره پرېکړه وکړې او آیا تاته لارښوونه وکړم چې څنګه مسلمان شې؟

مه پرېږده چې ګناهونه دې په اسلام کې له داخلېدو مخنیوی وکړي، الله تعالی په قرآن کې موږ ته فرمایلي دي چې هغه د انسان ټول ګناهونه بښي، که چېرته هغه اسلام قبول کړي او خپل خالق ته توبه وباسي، نو طبیعي ده چې له اسلام راوړلو وروسته به هم درڅخه ګناهونه کیږي، ځکه موږ انسانان یو او بې ګناه پرېښتې نه یو،خو موږ ته په کار دي چې له الله تعالی څخه بښنه وغواړو او هغه ته توبه وباسو، او که الله تعالی وویني چې ته د حق په منلو کې ګړندی وې او په اسلام کې داخل شوې او د شهادت دوه کلمې دې وویلې، نو هغه به تا سره د نورو ګناهونو په پرېښودلو کې مرسته وکړي، او څوک چې د الله لوري ته روان شي او د حق پیروي وکړي، الله به درته د نورو نیکیو توفیق ورکړي، نو په اسلام کې د داخلېدو په اړه زړه نازړه کیږه مه او سمدلاسه اقدام وکړه.

د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا قول دی چې فرمایي:﴿قُل لِّلَّذِینَ كَفَرُوۤا۟ إِن یَنتَهُوا۟ یُغۡفَرۡ لَهُم مَّا قَدۡ سَلَفَ﴾ (قُل لِلَّذِينَ كَفَرُواْ إِن يَنتَهُواْ يُغَفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ)(ته هغو کسانو ته ووایه چې کفر یې کړی دی، که چېرې دوی منع شي، (نو) دوی ته به د هغو (ګناهونو) بښنه وشي چې مخکې (ترې) شوي دي).[8 : 38].

‫څه باید وکړم چې مسلمان شم؟

په اسلام کې داخلېدل آسانه خبره ده او کوم رسم او رواج، رسمي چارو او د چا حضور ته اړتيا نه لري، انسان بايد يوازې د شهادت دوه کلمې ووايي، په داسې حال کې چې په معنا يې پوه شي او ايمان پرې ولري، هغه داسې چې ووایي: (أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله) یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، که تاسو ته آسانه وي چې په عربي ژبه یې ووایې نو ښه ده او که درته سخته وي نو بسنه کوي چې په خپله ژبه یې ووایې او پدې سره به ته مسلمان شې، بیا نو تاته په کار دي چې دین دې زده کړې، کوم چې په دنیا کې ستا نیکبختي او آخرت کې ستا خلاصون او نجات دی.

د اسلام په اړه د لا زیاتو معلوماتو په اړه درته د دې سایټ د لیدلو سپارښتنه کوم:

په ................ ژبه د قرآن کریم د معناګانو د ژباړې لینک:

او د دې لپاره چې زده کړې چې څنګه اسلام عملي کړې، تاته سپارښتنه کوو چې دا ویب پاڼه وګورې:

‫زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟هر څه د خالق د وجود څرګندونه کوي

‫الله سبحانه وتعالی

‫د سپېڅلي رب صفتونه

‫هغه رب چې عبادت یې کیږي باید د کمال په صفتونو سره یاد شي.

‫آیا دا معقوله ده چې خالق دې موږ له وحی پرته پرېږدي؟

‫قرآن کریم

‫ولې ډېر شمېر رسولان؟

‫یو څوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نه شي تر څو یې په ټولو پیغمبرانو ایمان نه وي راوړی.

‫اسلام څه شی دی؟

‫مسلمانان د عیسی علیه السلام په اړه څه عقیده لري؟

‫زه د مسلمانېدلو لپاره څه ته اړتیا لرم؟

‫اسلام د نېکمرغۍ لار ده

‫اسلام ته په داخلېدو کې څه ګټه کوم؟

‫که اسلام را نه وړم نو څه به له لاسه ورکړم؟

‫پرېکړه مه ځنډوه!

‫د هغو کسانو لپاره هېڅ عذر نشته چې حق یې پریښی او د پلرونو او نیکونو تقلید کوي.

‫هغه څوک باید څه وکړي چې غواړي اسلام قبول کړي، خو وېره لري چې خپلوان به یې ورته زیان ورسوي؟

‫ګرانه لوستونکیه!

‫آیا ته چمتو یې چې د خپل ژوند ترټولو لویه پرېکړه وکړې؟

‫څه باید وکړم چې مسلمان شم؟

معلومات المادة باللغة العربية