×

شرح القواعد الأربع [ الحنين ] (بشتو)

إعداد:

الوصف

كتاب مترجم إلى لغة البشتو، عبارة عن شرح لكتاب «القواعد الأربع» للإمام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله، وهو مُصنَّف قليل لفظه، عظيم نفعه، يُعالجُ قضيةً من أكبر القضايا، إنها فتنة الشرك بالأولياء والصالحين.

تنزيل الكتاب

شرح القواعد الأربع

دفهم توحيد باره کښي څلور بنيادي اصول

الحمد لله رب العالمين, والصلاة والسلام على سيد المرسلين, نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:

دټولونه بهتر هغه څيز په کوم کښې چه سبقت او مقابله کونکي سبقت او مقابله کوي او دانسان دسعادت نيک بختۍ او په آخرت کښې دکاميابۍ لپاره کفيل اوضامن دی . اوانسان ته دسمې لارې رهنمايي کوي، نو هغه علم نافع ( فا ئده مند علم ) او عمل صالح ( نيک عمل ) دی، د دي دواړو ( علم نافع اوعمل صالح ) نه بغير دانسان سعادت ممکن ندی کوم انسان ته چه دا دواړه څيزونه ( علم نافع اوعمل صالح ) ملاو شو بس په حقيقت کښي همدغه شخص کامياب اوخپل مراد ته ورسيده، اوکوم انسان چه له دي دواړونه محروم شو نو په حقيقت کښي دغه شخص دهرخير نه محروم اونا مراده شو، ځکه چه په حقيقت کښي همدغه دوه څيزونه ( علم نافع اوعمل صالح ) دانسان

دکاميابۍ اوناکامۍ بنياد دی، او په همدي سره ښه اوبد متقي اوګمراه ضالم اومظلوم معلوميږي، هرکله چه داخبره واضحه اومعلومه شوه چه علم اوعمل د يوبل سره لازم اوملزوم دي اودعلم مقام اومرتبه دمعلوم اوعمل په وجه باندي اوچتيږي. پس په ټولو علومو کښي د علم توحيد مقام اومرتبه اوچته ده ددي وجې نه علماء کرامو په خپله زنده ګۍکښې دعلم توحيد ډير اهتمام کړيدی، او د توحيد په باره کښي يي هر قسمه مختصراو تفصيلي کتابونه ليکلي دي په دغه علماء کرامو کښي د امام محمد بن عبد الوهاب ( رحمه الله ) نوم هم روښانه دی، ده په خپله زمانه کښي داسي دور ليدلی دی، په کوم کښې چه داسلام کړۍ ما تيدلې او دستورو عبادت کيدلو دقبرونو او مزارونو تقديس اوتعظيم شروع وو،اوپه قبرونو باندي يي مسجدونه اومزارونه جوړ کړي وو، او د دغه مزارونو عبادت کيدلو، او د ژوند په ټولو مهمو کارونو کښې به دغه قبرونو او مزارونو ته توجه کيدله ، په داسي ما حول کښي امام محمد بن عبد الوهاب ( رحمه الله ) خپل اصلاحي کو ششونه تيز کړل، او دالله جل جلاله لپاره او دهغه دکتاب او دهغه رسول او دټولو خلکو د خير خوا هې لپاره يي اعلان وکړه، اودانبياءکرامو په منهج با ندي يي دالله جل جلاله توحيد اوعبادت طرف ته خپل دعوت شروع کړه او خلک يي دشرک او د ټولو وسائلو شرکيه نه منعه کول.

امام محمد بن عبدالوهاب ( رحمه الله ) ددعوت په ميدان کښي خپل ټول کو ششونه جاري وساتل ، او دحق دعوت لپاره يي ټول هغه اسباب او ذرائع استعمال کړه کوم چه درب درضاکولو سبب ګرځيدلو، لکه تصنيف تاليف شو،تعليم او تربيت شو،خط اوکتابت شو، د امام محمد بن عبد الوهاب ( رحمه الله ) د جمله تصانيفو نه يو مشهور کتاب ـ القواعد الاربعةـ دی،چه داختصارسره سره ډير اهم اوپائده مندکتاب دی، ځکه چه په ديکښې دتوحيد متعلق دډيرو مهمو اوحساسو مسائلو علاج ذکردی، يو ددغه مهمو مسائلو څخه دالله جل جلاله سره د اولياء او صالحينو دشرک فتنه ده مشرکين دالله جل جلاله سره اولياء او صالحين شريکوي .ددي مسئلي وضاحت مؤلف رحمه الله په علم فکر او تدبر سره دقران او صحيح احا ديثو په رڼا کښي کړيدی ، په داسي طريقې سره چه موحد ته ، د عقيدې په باب کښي د هر قسمه بيمارۍ نه نجات ورکوي ، او حق طلب کونکو ته صحيح رهنما يي کوي ، ګمراهانو او فسا ديانو ته وا ګي وراچوي ( داسي دلايل يي ذکر کړيدي دي چه ګمراهان او فساديان چپ کوي . الله جل جلاله ماته ددي کتاب د شرحې کولو باربار توفيق را نصيب کړه، بعضې ورونو ( طلبة العلم ) ددي شرحې تحسين وکړه او په کتابي شکل کښي يي عام منظر ته د وړاندي کولو مشوره راکړه، نو ما هم دعامو خلکو دفائدي لپاره دپوره سوچ او فکر نه بعدپه دي شرحه کښي څه حذف او اضافه وکړه او ورته مي کتابي شکل ورکړه کوم چه ستا سو په وړاندي موجود دی، ما په دي شرحه کښي درميانه لار اختيار کړيده، د ډ ير تفصيل او ډير اختصار نه مي اجتناب کړيدی ،او ددي شرحي دمتن لپاره مې د هغه کتاب ( القواعد الاربع ) متن غوره کړيدی،کوم چه په (کال ۱۳۷۴ هجري) کښي په ضمن د المجموعه العلميه السعوديه کښي شائع شوی وو، او دهغه دقلمي نسخي تصحيح سماحة الشيخ محمد بن ابراهيم ـ رحمه الله ـ کړيده په اخر کښي زه دخپلو مشائخو شکر ګذاريم چاچه د دي شرحي مراجعه کړيده او مونږ ته يي مفيدي مشوري راکړي خصوصا دشيخ عبد الله بن محمد الغنيمان او ډاکټر عبد العزيز محمد بن علي ال عبد اللطيف شکريه اداکووم او دالله جل جلاله نه دعا کووم چه داشرحه داسي مفيده( فائده منده ) وګرځوي لکه څنګه چه يي ددي اصل ( متن ) مفيد ( فائده مند )

ګرځولی دی،

آی الله ! مونږته او زمونږ مور اوپلار او استاذانو او شاګردانو ته مغفرت وکړي ، ای الله ! اسلام اومسلمانانوته عزت او قوت ورکړي شرک اومشرکين ذليل اورسواکړي الله تعالی ښه اوريدونکی او ډير نيژدي دی بنده ګانوته.

بسم الله الرحمن الرحيم

محترمو لوستونکو ورونو وس ستاسو په وړاندي د شيخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب ( رحمه الله ) يو مفيد کتاب ( قواعد اربعه ) موجود دی، او دهغې شرحه او وضاحت په دي کتاب کښي ستاسو حضور کښي پيش کوو ،شيخ الاسلام فرمايي،

بسم الله الرحمن الرحيم ( دالله په نوم چه رحمن اورحيم دی شروع کوم ) دالله نه دعا کوم چه کريم ( عزتمند ذات دی ) او دعرش عظيم رب دی چه هغه تا خپل دوست جوړکړي په دنيا او اخرت کښي او تا مبارک ( برکت والا جوړ کړي هرځاي چه يي، او تاپه خپلو هغه بنده ګانوکښې شامل کړې کوم چه دالله د فضل احساناتو او انعاماتو شکر اداکوې ،او د ابتلاء امتحان او ازميښت په وخت کښې

د صبر او تحمل مظاهره کوي ، او چه ګناه تري صادره شي نو دخپل رب نه مغفرت او معافي طلب کوي ، يقينا په نعمتونو باندي دالله شکر اداکول ، او په مصيبتونو باندي صبر کول او دخپل رب نه دګنا هونو معا في طلب کول دا دري واړه کارونه دانسان دسعادت او نيک بختۍ عنوان دی .

شيخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله ددي کتاب شروع په ( بسم الله الرحمن الرحيم ) سره له دوو وجونه کړيده اوله وجه داده چه د يو کار په شروع کښي دبسم الله ويل عمل دی په قران کريم باندي ، دوهمه وجه داده چه په ديکښې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تا بعدارې ده . ځکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپل خطونه د بسم الله نه شروع کول ،لکه په صحيح بخاري او مسلم کښي د عبد الله بن عباس رضي الله عنه ، نه روايت دی چه کله رسول الله صلی الله عليه وسلم دروم بادشاه هرقل ته خط ليکلو نو نبي اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل.

« بسم الله الرحمن الرحيم من محمد عبد الله ورسوله إلى هرقل عظيم الروم.. » زه داخط دالله په نوم چه رحمن اورحيم دی ليکم دمحمد له طرفه د روم باد شاه هرقل ته [ بخاري : ۷، ومسلم : ۱۷۷۳ ]ـ او بيا مؤلف رحمه الله د لو ستونکو لپاره دالله تبارک وتعالی نه دعا غو ښتې ده په دي قول سره ( أ سأ ل الله الكريم ) او دا دمصنف رحمه الله عادت دی په ټولو تصانيفو کښي چه طالب العلم ته دعاکوي . او دا دمصنف رحمه الله دمينې اومحبت دليل دی دطالب العلم سره ،دعلم اهتمام او دمتعلم سره مينه محبت دا ډير اهم ( غوره ) اخلاق دي هر عالم با يد په دي اخلاقو باندي خپل ځان سنمبال کړي ، او دتبليغ علم ( علم درسولو ) اهتمام اوکوشش وکړي،

نه داچه تبليغ علم (علم بل ته رسول ) يو بوج او وزن وګڼي او کوشش کوې چه ځان تري خلاصکړي. بلکې دعلم اهتمام او طلبه سره مينه محبت کول د مخکنو علماو په صفاتو کښي يو زليدونکی صفت دی، هغوې به دعلم ډيراهتمام کولو او دطلباء سره به يي ډيره مينه او محبت کولو ، او دا دهغوې اخلاق وو، لکه ابن جماعه کناني ـ رحمه الله ـ د درس او تدريس باره کښي د عالم ( مدرس ) اداب او اخلاق ذکر کړي فرمايي چه د استاذ لپاره پکار ده چه د متعلم شاګرد طالب العلم د مصالحو پوره اهتمام اولحاظ وکړي ، او دطالب العلم سره داسي د نرمۍ شفقت او احسان معامله وکړي لکه څنګه چه يي دخپل محبوب اولاد سره کوي،کله کله د طالب العلم نه بعضي نا ګواره افعال او کوتا هياني صادريږي کوم چه عام طور سره د انسان نه صادريږي نو په داسي موقع با ندي بايد مدرس د صبر او تحمل مظاهره وکړي او طالب العلم معاف کړي او معذوريي وګڼي ، اودخيرخواهي په بنياد يي داصلاح کوشش وکړي په نرمي اوشفقت سره او دسختۍ نه بايد اجتناب وکړي، مقصد به يي د طالب العلم اصلاح وي معلم استاد لره پکارده چه د طالب العلم شاګرد سره د تواضع اوخاکسارۍ نه کار واخلي او همدارنګه د سائل سره هم د نرمۍ معامله کول پکارده چه کله د الله دحقو قو او دبنده ګانو دحقوقو لحاظ کوي ( آداب السامع والمتكلم: 140ـ۱۵۹ )

مؤلف رحمه الله د الله جل جلاله لپاره لفظ د ( الکريم ) استعمال کړيدی،« کريم » دالله جل جلاله نوم دی ، داسماء حسنی نه، الله سبحانه وتعالی خپل ځان په ( کرم ) سره متصف کړي، ځکه چه الله تعالی اکرم ( نهايت جود اوسخا ولا ذات دی ) او لفظ د(کرم ) دهغي جامعو الفاظو نه دی، کوم چه ټولو محاسنو او محامدو ته شامل دی، دد ينه صرف عطاء ( ورکړه ) مقصود نده بلکه د عطاء « ورکړي » معنی ددينه يعني « لفظ دکرم نه » پوره کيږي، ځکه چه په حقيقت کښي په بل باندي احسان کول د محاسنو اعلی درجه د ه اوکرم ډيري زياتي خير خواهۍ ته ووايي،

( فتاوی شيخ الاسلام ابن تيمية : ۱۶ـ ۲۹۳) «کريم» « او اکرم »

او همدارنګه بعضي نور اسماء حسنی مثلا « علي » ( اعلی ) او همدارنګه (قدير ( او مقتدر ) په اصل معنی کښي متحد دي، ليکن الفاظ يي مختلف دي، له دي وجي نه هر يو جدا او مستقل نوم دی، ابن حجر رحمه الله فرمايي، چه د يو صفت نه ډ ير نومونه مشتق شي نوهر يو نوم جدا او مستقل نوم شمارل کيږي او ددينه هيڅ مانع نشته ، ځکه چه په دي اسماو کښي في الجمله تغاير اواختلاف دی او هر يو نوم د بل نوم نه په يو خصوصيت سره جداوي چه دغه،

خصوصيت په بل نوم کښي نه وي فتح الباري: ۱۱ـ۱۹) شيخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب ـ رحمه الله ـ په خپله دعا کښي د الله جل جلاله لپاره لفظ د ( رب العرش العظيم ) استمال کړيدی. معنی دعرش په لغت د عربو کښي د بادشا هۍ تخت ته وايي، اوهر چه عرش الرحمن ( د الله جل جلاله عرش دی نوهغه د پښو والا تخت دی چه ملائکو بار کړيدی ،

او ددنيا او مخلو قاتو لپاره د يو چت حيثيت لري . شرح الطحاوية ابن ابی العز : ۳۶۶) ـ

د عرش الهي صفات په قران اوحديث کښي ، په قران او حديث کښي د عرش الهي متعدد صفات ذکردي ، چه بعضي دهغي نه په لاندي ډول ذکرکيږي

۱ـ عظمت: په قران کښي د عرش الهي يو صفت عظمت ذکر دی لکه الله جل جلاله فرمايي ،

« اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ » ( النمل : 26) د الله نه ماسوی هيڅ برحق معبو د نشته او هغه د عظيم ( لوي ) عرش مالک دی، حقيقت کښي الله جل جلاله دهرڅيزرب او مالک دی ليکن په دي ايت کريمه کښې يي دالله جل جلاله د ربوبيت تخصيص کړيدی د عرش عظيم سره . بعضي علماء کرامو يي داسي توجيه کړيده چه عرش د الله جل جلاله په مخلو قاتو کښي يو لوي او عظيم مخلوق دی ، ددي وجي نه يي په دي ايت کريمه کښي تخصيص شوي دی،( تفسير ابن عطيه : ۱۲ـ ۱۰۶)

۲- مجد ـ د عرش الهي صفت په قران کښي مجد ( لوي شان وا لا عرش ) هم ذکر دی لکه الله جل جلاله فرمايلي دي «ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ » ( البروج : ۱۵) دلوي عرش والا مالک دی، د حمزه اوکسا ئي په قرا ت کښي په لفظ دمجيد با ندي دکسرې رعايت شويدی او صفت کرځولی شويدی دالمجيد،دهمدي ترکيب مطابق دايت ترجمه شويده .

۳ ـ کرم ـ بل صفت د عرش الهي په قران کښي کريم هم بيان شويدی لکه الله جل جلاله فرمايلي دي ،

« لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ »المؤمنون: 116) د الله نه ما سوی بل هيڅ معبود برحق نشته اوهغه د عزتمند عرش مالک دی ،

دمصنف رحمه الله داقول ( چه الله جل جلاله دي تا په دنيا او اخرت کښي خپل دوست جوړکړې (ولي) دالله داسماءحسنی نه يو نوم دی، لکه الله تعالی فرمايي،« أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» (الشورى : 9) ايا نيولي دي دوي سوادالله تعالی نه مددګاران نو الله تعالی خاص هغه مددګاردی او هغه به ژوندي کوي مړي او هغه په هرڅه باندي قدرت والا د ی، ( الله تعالی کار ساز او مددګاردی) ددي جملې مفهوم دادی، چه الله تعالی د ټولو مخلوقاتو دټولو کارونو متولي

کارساز.اومددګاردی، اوهغه دټولوکارونو تدبيركونكی ،

اومالک دی، او دمؤ منانو لپاره دالله تعالی خاص ولايت دی هغه داچه الله تعالی خپل مؤمنان بنده ګان دتيرونه راوباسي رڼا ته، مدد اونصرت يي کوي( تفسير ألأسماء الحسني , سعيد القحطا ني : ص_ 112_113)

د مؤلف رحمه الله داقول: چه الله تعالی دي تا برکتناک کړې هرځاي چه يي، په حقيقت کښي دادعا دعيسی عليه السلام ددي قول نه ماخوذ ده کله چه هغه دمور په غيږه کښي وو، او داسي يي وويل : لکه الله تعالی دهغي په باره کښي فرمايي(وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنْتُ ) (مريم : 31) او الله تعالی زه برکت والا کرځولی يم هر ځاي چه يم ، دبرکت تفسير په تعليم الخير ( خير طرف ته ښو دنه کولو سره هم شويدی ا و په امر بالمعروف او نهي عن المنکر سره هم شويدی، ( تفسير ابن كثير : 3_ 117) او ددينه علاوه نور اقوال هم شته په تفسير د برکت کښي چه هيڅ تعارض او تضاد په کښي نشته.

فائده: ديو ايت په تفسيرکښي چه دسلفو نه مختلف اقوال ذکروي په حقيقت کښي هغه اختلاف دتنوع وي ،اختلاف دتضاد نه وي. شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايي ، سلفو علماء په مابين کښي د تفسير متعلق اختلاف ډير کم دی ، په نسبت سره فقهي احکاموته ، او دتفسير متعلق چه کوم اختلاف منقول وي ، غالبا هغه اختلاف د تنوع وي اختلاف دتضاد نه وي (الفتاوی :( ۱۳ـ۳۱۳)

د مؤ لف: داقول چه الله تعالی دي تا په خپلو هغه مؤمنانو بنده ګانو کښي شامل کړي کوم چه دالله تعالی دنعمتونو شکر اداکوي او دامتحان ازمائش او مصيبت په وخت کښي د صبر مظاهره کوي. او چه ګناهونه تري صادر شي نو دخپل رب نه معافي غواړي يقينا دادري حالتونه دانسان دسعادت اونيک بختۍ عنوان دی، حقيقت کښي بنده ددي دري حالتونه بهر نه وي . بلکې هميشه د دي دري حالتونونه په يو حالت کښي وي ، دالله تعالی له طرفه ډير زيا ت نعمتونه په بنده ګانو باندي شويدي چه په بنده ګانو باندي دهغي شکر اداکول لازم او ضروري دي. اوکله په انسان باندي از ميښت امتحان او مصيبت راځي نوصبر او تحمل ورباندي لازم دی،کله کله انسان دګناه مرتکب شي نو ورباندي خپل رب طرف ته رجوع توبه او استغفارلازم دی (الوابل الصيب لابن القيم:5

فائده: همدارنګه طبراني په معجم کبيرکښي يو مرفوع روايت ذکر کړيدی (من ابتلي فصبر, وأعطى فشكر , وظلم فغفر, وظلم فا ستغفر,

(الَّذِينَ آَمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ)( الأنعام : 82) چاچه دامتحان اومصيبت په وخت کښي صبر وکړه او دنعمتونو په وخت کښي دالله تعالی شکر اداکړه ظلم ورباندي وشو، نو معافي يي وکړه او په بل چا يي ظلم وکړه نو معافي يي وغو ښتله ، هغه کسان چه ايمان يي راوړيدی او دشرک نه يي ځان بچ کړيدی پس همدوې دامن اوهدايت والادي ، داحديث سخت ضعيف دی، وګورۍ (سلسلة الاحاديث الضعيفة والموضوعة للالباني : ۴۵۲۷) الجامع : ۵۳۲۳)

شيخ الاسلام رحمه الله فرما يي:

پوهه شه : الله تعالی دي خپل عبادت او طاعت طرف ته ستا رهنمايي وکړي،چه حنيفيت دابراهيم عليه السلام دين دی، دابراهيم عليه السلام ددين دحنيفيت مفهوم اومطلب دادی، چه صرف يواځي په اخلاص سره دالله تعالی عبادت او بنده ګي وکړېشي لکه الله تعالی فرمايي :

( وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) الذاريات56) ما انسانان اوپيران صرف ددي لپاره پيداکړيدي چه خاص زما عبادت او بنده ګي وکړي ددي ايت مبارکه نه په وضاحت سره دامعلومه شوه چه الله تعالی انسانان او پيران صرف دخپل عبادت او بنده ګي لپاره پيداکړيدي ،نو په دي خبره باندي ښه ځان پوهه کړه چه د خالص توحيد نه بغير هيڅ عبادت عبادت نه دی، ددي مثال پشان دلمانځه دی لکه څرنګه چه هيڅ لمونځ بغير داوداسه نه لمونځ نه وي. هرکله چه په عبادت کښي شرک داخل شي نو عبادت

برباد فاسد او باطل شي لکه حدث ( بي او دسۍ ) سره چه طهارت باطليږي هرکله چه تاته داخبره ښه واضحه شوه چه شرک کله دعبادت سره ګډ وډ شي نوعبادت برباده وي او اعمال هم له مينځه وړي، اوځاي دمشرک دهميشه لپاره اور دجهنم وي ،نو پدي به هم پوهه شوی يي چه دتوحيد اهميت پيژندل او دشرک دفساد نه ځآن خبره ول څومره اهم او ضروري دي، اميد دی چه الله تعالی تاته دشرک دجال نه نجات در په برخه کړي، دکوم په باره کښي چه الله تعالی فرمايلي دي،(إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ) النساء: ۴۸) يقيناالله تعالی نه معاف کوي چه شرک وکړيشي دهغه سره او معاف کوي ددينه علاوه نورګناهونه چاته چه وغواړي،

د مؤلف دا قول :

چه پوهه شه الله تعالی دي خپل عبادت اوطاعت طرف ته ستا رهنمايي وکړي حنيفيت دابراهيم عليه السلام دين دی، د حنيفيت مفهوم دادی چه صرف يواځي په اخلاص سره دالله تعالی عبادت او بنده ګي وکړيشي.

فايده: مؤلف رحمه الله خپله خبره د ( اعلم ) لفظ نه شروع کړه ، او دا د ا مر صيغه ده د علم نه ، او ددي معنی ده پوهه شه ، علماء د دي لفظ د معنی او مدلول په باره کښي مختلف اقوال ذکرکړيدي،چه دهغي تفصيل دادی.

ـ علم : دهغي پوخ او مظبوط اعتقاد نوم دی کوم چه دواقع سره عين مطابق وي (لتعريفات للجرجاني: ۱۵۷) لکه دامثال چه هر مخلوق دپاره خالق پيداکونکی لازم او ضروري وي او هغه الله تعالی دی ، نو ديته علم وايي ، ځکه چه دا حکم په يقيني طور سره صا در شوي اودواقع سره بلکل عين مطابق دی .

۲ـ دبعضي علماء دقول مطابق دعلم هيڅ تعريف نه کيږي ، لکه ابن العربي المالکي داقول کړيدی : او ددي علت دادی چه علم دومره زيات واضح دی چه تعريف ته هيڅ ضرورت نه لري،( عارضة الأ حوذي: 10- 113- 114) ( اعلم) د أمر صيغه هغه وخت استعماليږي چه کله د يو اهم څيز بيانول مقصود وي . مطلب داشو ،کوم علوم او معارف چه تا ته بيانيږي نو دهغي د پو هي دپاره ځان تيار کړه ( حاشية الأصول الثلاثة لابن قاسم: 9) (الرشد) رشد او هدايت دالله تعالی په عظيم

احساناتو او انعاماتو کښي يو عظيم احسان دی،لکه الله تعالی فرمايي:(أُولَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ*فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ) ( الحجرات: ۷ـ ۸) دغه کسان همد وي کا مياب دي دالله تعالی دفضل او نعمت د و جي نه ، الله تعالی پوهه او حکمت والا دی ،

د رشد تعريف بعضي علماء داسي کوي ،چه رشد په حق باندي مستقيم کلک او مظبوط پا تکيدلو ته وايي (فتح القدير للشو کاني: ۵ـ ۷۱)

په رشد او هدايت کښي فرق

: ابن قيم رحمه الله فرمايي، علم نافع ( فايده مندعلم او په هغي باندي عمل کولو ته ( رشد) وايي، رشد اوهدی چه کله جدا جدا ذکرشي نو هريو د يو بل معنی ته شامليږي. يعني رشد د هدی په معنی، او هدی د رشدپه معنی راځي،او چه کله يو ځاي ذکرشي نو درشد معنی ده د حق علم حاصلول او دهدی معنی ده د حق علم مطابق عمل کول ،( إغاثة اللهفان:-۵۳۷ ) د اطاعت معنی: اطاعت هغه تابعداري او پيروي ته وايي چه د دين او شريعت دحکم مطابق وي ،( شرح الطحاوية الابن ابي العز الحنفي: ۱-۳۳۵) يعني عبادت په داسي طريقه سره کول چه دالله تعالی دحکم مطابق وي ، ( الكوكب المنير لإ بن النجار: ۱-۳۸)

ددي مثال

: د اطاعت مثال لکه لمونځ شو ، لمونځ ترهغه وخته پوري اطاعت تابعداري نده ترڅو پوري چه دالله تعالی دحکم مطابق او سره د شروطو واجباتو او ارکانو ادا نه شي د مؤلف رحمه الله داقول : چه حنيفيت د ابراهيم عليه السلام دين دی، او ددي مفهوم دادی چه يواځي په اخلاص سره دالله تعالی عبادت او بنده ګې وکړيشي ) د حنيف کلمه په قران کريم کښي ډير کرته ذکر شويده ، او الله تعالی په انسا نانو باندي فرض کړيده چه د حنيفيت ( استقامت والا) جوړ شي، اول الله تعالی په اهل کتاب يهود او نصارا و باندي دافرض کړيوه چه د حنيفيت دين تابعداري وکړي ، او بيا يي په امت محمدي باندي داهم فرض کړه چه ددين حنيف چه ددتوحيد دين دی تابعداري وکړي يعني په ټولو انسانانو باندي دافرض ده چه دملت ابراهيمي تا بعداري وکړي ،

( جامع المسائل لشيخ الإسلام ابن تيمية 5\179)

لکه الله تعالی فرمايي (ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (النحل: 135) وحي وکړه مونږ تاته چه تابعدارې کوه دملت دابراهيم عليه السلام چه کلک موحد وو او نه وو د مشرکانو د ډلي نه . همدارنګه الله تعالی فرمايلي دي، (وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآَخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ)(البقرة130) او مخ نه اړه وي د دين د ابراهيم عليه السلام نه مګر هغه څوک چه بي وقوف کړي ځان خپل او يقينا غوره کړی وو مونږ ده لره په دنيا کښي اويقينا دی به خامخا په اخرت کښي د کاميابو نه وي

او همدارنګه الله تعالی فرمايي، (وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُوا قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) (البقرة: 135) دوي وايي چه شي تاسي يهود يان يا نصری لاربه ومومې، اوايه مونږ تابع يو د دين دابراهيم عليه السلام چه پوخ موحد وو، او نه وو دی دمشرکانو د ډلي نه. هرکله چه داخبره ښه واضحه معلومه شوه چه د حنيفيت تابعدارې فرض او لازم ده په ټولو خلکو باندي نو مصنف رحمه الله واضحه کړه چه حنيفيت د ابراهيم عليه السلام د دين او ملت نوم دی، ( ملت) دين او شريعت ته وايي،

( أحكام القران للقرطبي : 2\ 130) پس د حنيفيت صحيح مفهوم اومعنی: حنيفيت دهغه ديني لاري نوم دی، په کومه باندي چه ابراهيم عليه السلام قائم وو.

يعني په اخلاص سره دالله تعالی عبادت او بنده ګې کول ، عربو به هغه کس ته هم حنيف وايو کوم چه به ديهود او نصرا و ددين نه منحرف شو، ددي وجي نه بعضي اهل کتابو په خپلو کتابونو کښي د حنيف دکلمي سره دښمني ښکاره کړي، او داهغه عرب وو کومو چه حج او ختنه جمع کړيوه، ( او دا دواړه يعني حج او ختنه کول د دين ابراهيمي جزء وو، حالانکه دوي مشرکين وو ( جامع المسائل لابن تيمية : 5\ 184) ( حنيف ) دحنف نه ماخوذ دی، او دحنف اصلي معنی ده ميلان کول ، نودحنيف معنی شوه د باطل دينونونه اعراض کونکی، بعضي علماو ويلي دي چه دحنف اصلي معنی استقامت ده.

ددي وجي نه دابراهيم عليه السلام دين ته دحنيفيت نوم ايښودل شوی دی، ( تفسيرالشوكا ني : 1\ 160- 161)

شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله فرمايي، حنيف هغه شخص ته وايي چه دخپل رب په حکم باندي کلک او مستقيم وي ،او دهر قسمه باطل نه اعراض کونکی وي، حنيفيت په اصل کښي يواځي په اخلاص سره د الله تعالی عبادت ا و بنده ګي کول او په هغې باندي هميشه قائم پا تکيدل او دالله تعالی سره محبت کول او هغه ته عاجزي کول او دهر قسمه شرک نه ځان ساتل ديته حنيفيت وايي، ( الفتاوى : 5\ 239) ( 10\ 466)

دمؤلف داقول:(کله چه تاته داخبره ښه واضحه شوه چه ته الله تعالی دخپل عبادت لپاره پيداکړی يي، نو په دي خبره باندي هم ځان پوهه کړه چه د خالص توحيد نه بغير هيڅ عبادت مقبول عبادت نشي کيدلاي لکه څرنګه چه د اوداسه نه بغيرهيڅ لمونځ نشي کيدلاي ،

يعني خالص توحيد دهرعبادت دقبوليت لپاره داسي اساسي او بنيادي شرط دی لکه څرنګه چه د لمانځه د قبوليت لپاره طهارت بنيادي شرط دی،

او ددي دليل په قران کريم کښي دا ايت کريمه دی ، (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ) : النساء: 36) او بنده ګې کوۍ دالله تعالی او مه شريکوې دهغه سره هيڅ شی ، په دي ايت کريمه کښي الله تعالی دعبادت امر اودشرک نه ممانعت يوځاي ذکر کړيدی،ددينه داخبره واضحه کيږي چه دعبادت دقبوليت لپاره توحيد شرط دی.

مصنف رحمه الله وفرمايل چه کوم عبادت دالله تعالی لپاره خالص نوي نو هغې ته عبادت نه ويل کيږي ، لکه دمشرک عبادت ته عبادت نه ويل کيږي ،

ليکن ددي باوجود الله تعالی دعبادت لفظ ددي حقيقي معنی خلاف استعمال کړيدی .

او دمشرک عبادت ته يي هم عبادت ويلی دی ، لکه الله تعالی فرمايي ، (وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ (الفرقان:55) او بنده ګې کوي دوي سيوا دالله تعالی نه دهغه چا چه نه نفع ورکولاي شي دويته او نه نقصان ورکولاي شي دويته ، او همدارنګه الله تعالی په يو بل ايت کښي فرمايي (قَالَ أَفَرَأَيْتُمْ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ (الشعراء: 75) أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمُ الْأَقْدَمُونَ (الشعراء: 76) اويل ابراهيم عليه السلام ايا خبر يي تاسو په حال دهغه چا چه تاسو هغوي لره بنده ګې کوي * تاسو او مشران ستاسو مخکني

شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله : ددي مسئلې وضاحت په داسي انداز کړيدی چه په هغي سره دمصنف مراد اومقصود ښه واضح کيږي، دهغي حاصل دادی

دعبادت لفظ په قران او حديث کښي په دوه طريقو سره استعمال شويدی .

۱- مطلق: کله د عبادت نه مراد مطلق عبادت وي ، او دا د الله تعالی په نيزمقبول وي ځکه چه خالص دالله تعالی لپاره وي ، په دي معنی او اعتبار سره دمشرک عبادت ته عبادت نه ويل کيږي ، ځکه چه هغه خالص دالله تعالی لپاره نه وي همدارنګه لفظ د مطلق ايمان صرف سوچه اوصحيح ايمان ته شامليږي . او د کفارو او مشرکينو ايمان ته نه شامليږي ځکه چه کفار او مشرکين دالله دتعالی په ربو بيت باندي ا قرا ر او اعتراف کوي ، ليکن دالله تعا لی سره په توحيد اولوهيت کښی شرک کوي ،

۲- مقيد :کله چه مشرک دالله تعالی عبادت کوي او دهغي سره دغيرالله عبادت هم کوي ، نو دي باندي دعبادت اطلاق کيږي خو د( قيد )سره لکه داسي ويل کيږي چه دا شخص دالله تعالی عبادت کوي او دغير الله عبادت هم کوي او يا داسي وويل شي چه دا شخص دالله تعالی سره په عبادت کښي شرک کوي ،

په قران کريم او احاديثو کښي ددي وضاحت موجود دی، لکه مخکښي دقران کريم دوه اياتونه ذکر شو، او همدارنګه دا قول دالله تعالی ( وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِمَّا تَعْبُدُونَ (الزخرف: 26) او کله چه اويل ابراهيم عليه السلام پلار خپل او قوم خپل ته يقينا زه بيزاره يم د هغه چانه چه تاسو يي بنده ګې کوې ، په دي ايت کريمه کښي د دوي متعلق دعبادت لفظ استعمال شويدی ، ليکن مقيد ، يعني عبادت ستاسو الله تعالی لره سره دشرک نه ،

يعني زه ستاسو د هغه عبادت نه بيزاره يم چه شرک ورسره وي ، ددي وجي نه کله چه د مشرکينو او کفارو نه نفي دمطلق عبادت راشي لکه په دي قول دالله تعالی کښي (وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ) (الكافرون:4) او نه يم زه عبادت کونکی په هغه طريقه چه تاسو عبادت کوي ،

نو دلته نفي دمقيد عبادت نه ده مراد، بلکه نفي دعبادت مطلق مرادده او دا هغه عبادت دی چه دالله په نيز مقبول او دالله تعالی په توفيق سره کيږي، (الفتاوی:16-573)

( فائده : شيخ عبدالله الغنيمان حفظه الله فرمايي، چه ددي تفصيل نه دمؤلف رحمه الله مقصود او مراد ښه نه واضح کيږي ، بلکه فرق دادی، چه په لغت کښي دعبادت اطلاق په هر هغه معبود باندي کيږي چه قصد يي وشي په عبادت سره ليکن په شرعه کښي صرف هغه عبادت معتبر او مقبول دی چه دتوحيد سره وي ، اصل کښي دافرق دی،

او فرق د اطلاق او تقيد ښه واضح ندی، ددي وضاحت نه معلومه شوه چه مراد دمصنف په نفي دعبادت مطلق سره نفي دهغه عبادت مرادده،کوم چه دالله تعالی په نيز باندي مقبول وي،او دالله تعالی په توفيق سره کيږي،

دمؤلف داقول : هرکله چه تاته داخبره ښه واضحه شوه چه شرک کله دعبادت سره ګډ وډ شي نوعبادت برباده وي، مصنف رحمه الله ددي خبري وضاحت کوي چه کله دعبادت سره شرک ګډ وډ شي نو څه احکام ورباندي مرتب کيږي، اول حکم يي دا بيان کړيدی ، چه دشرک دوجي نه عبادت برباد يږي، هرکله چه شرک دعبادت سره ګډوډ شي نو عبادت فاسد اوبرباد شي ، که يو شخص دحج نيت او اراده وکړي اوحج اداکړي ، او بيا دغيرالله نه مدد وغواړي او يا دغيرالله دپاره نذر ياذبحه وکړي نو حج يي باطل فاسد او برباد شه،

لکه الله تعالی فرمايي، (وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (ألأنعام: 88) او که بالفرض شرک کړی وی دوۍ خامخا برباد شوي به وی، ددوي هغه عملونه چه دوۍ کول ، اوهمدارنکه که يوشخص اودس وکړي او بيا شرک وکړي دالله تعالی سره نو طهارت اواودس يي فاسد اوباطل شه.

ابن قدامه رحمه الله فر مايي ، چه طهارت يوعمل دی او دا عمل حکما باقي پا تکيږي اوچه کله ورته باطلونکی څيز عارض شي نو باطليږي ، نو په شرک سره هم خامخا باطليږي ،ځکه چه طهارت داسي عبادت دی چه په حدث ( بي اودسۍ ) سره فاسديږي نو شرک يي خو خامخا له مينځه وړي، (المغني: ۱- ۳۲۸)

د مصنف دا قول چه دشرک دوجي نه عمل او عبادت برباديږي ، او ددي دپاره يي ، لفظ د ( احباط) استعمال کړيدی، بعضي علماو ددي وضاحت په بطلان سره کړيدی، قاضي عياض رحمه الله فرمايي،چه د « أحبط عملك » او «حبط عملك» دواړو يوه معنی ده چه باطليدل دي . او لفظ دباطل او فاسد مترادف يعني هم معنی دي مشارق الآنوار۱-۲۲۱) مصنف رحمه الله دشرک په باره کښي لفظ د حبوط ) يعني دعمل برباديدل ، يي عطف کړيدی، په لفظ د ( فسا د ) يعني دعمل فاسديدلو باندي ،

او ضمير د ( ا فسدها ) يي هغه عبادت ته راجع کړيدی، چه شرک ورسره ګډوډ شوی وي، او لفظ د العمل ) چه معرف بالام دی او دلالت کوي په عموم باندي ، ددي اسناد يي کړيدی، لفظ د( الحبوط ) يعني دعمل برباديدلو ته ځکه چه دعمل برباديدل يي دوهم هغه حکم وګرځه وو کوم چه مرتب کيږي په شرک باندي ،

په دي معنی باندي چه دشرک اول حکم دادی چه دشرک دوجي نه هغه عبادت برباديږي دکوم سره چه شرک ګډوډ شوی وي ، اودوهم حکم دشرک دادی ، چه د شرک دوجي نه هغه اعمال صالحه هم برباديږي چه ددي شرک نه يي مخکي کړي وي ، او ددي ښه وضاحت په دي قول دالله تعالی کښي دی (وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ ولتتكونن مِنَ الْخَاسِرِينَ) (الزمر:65) او يقينا وحي کړي شوېده تاته اوهغه کسانو ته چه ستانه مخکي دي که چيري شرک د او کړو خامخا برباد به شي عمل ستا او خامخا شي به ته دتاوان وا لو نه ، مصنف رحمه الله فرمايي ، کوم انسان چه دشرک نه ځان نه ساتي دا کافر دی ، اګرکه په امت کښي ډير لوې عبادت کونکی وې ، دشپې لمونځونه ( تهجد) کوي او د ورځي روژې نيسي، دا اعمال يي ټول برباد دي،

الله تعالی فرمايي:(وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (الأنعام:88 ) او که بالفرض شرک کړی وی دوۍ خامخا برباد شوي به وی، ددوي هغه عملونه چه دوۍ کول ، دمشرک داعمالو عاقبت داسي وي لکه يو سړی د جنابت ناپاکۍ په حالت کښي لمونځونه کوي، او د جنابت نه غسل نه کوي، او يا داسي لکه يوسړی په ډيره سخته ګرمۍکښې روژې نيسي او بيا دورځي زناکوي،

امام ابن قيم رحمه الله د اعمالو دبرباديدلونوعيت دوه قسمه بيان کړيدی ،

۱- عام: ددي صورت دادی لکه په مرتد کيدلو سره دانسان ټول نيک اعمال برباديږي ، او په صحيح توبې سره دانسان ټول ګناهونه معاف کيږي ،

۲- خاص: ددي صورت دادی ، لکه بعضي نيک اعمال برباد شي، او بعضي ګناهونه معاف شي او ديته جزءيي برباديدل وايي،کتاب الصلاة لابن القيم :۸۶)

مصنف رحمه الله فرمايي: چه مشرک ( شرک کونکی ) به هميشه په اور دجهنم کښي وي، ددي نه مراد دمصنف رحمه الله دريم حکم دی چه مرتب کيږي په شرک اکبر باندي ځکه چه مشرک که دتوبې نه بغير دشرک په حالت کښي مړشه نو هميشه به په اور دجهنم کښي اوسيږي، الله تعالی فرمايي،

(لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ)(المائدة: 72)

يقينا کفرکړيدی هغه کسانو چه وايي بيشکه الله تعالی هغه مسيح ځوي دمريم دی، او ويلي دي مسيح : ای بني اسرائيلو بندګې کوي دالله تعالی چه رب ځما دی او رب ستاسو دی، بيشکه چا چه شرک وکړه دالله تعالی سره پس يقينا حرام کړيدی الله تعالی په هغه باندي جنت او ځاي دهغه اور دجهنم دی، او نشته ظالمانولره هيڅ مددګار.

هرکله چه تاته داخبره ښه واضحه شوه چه شرک کله دعبادت سره ګډ وډ شي نوعبادت برباده وي ،او اعمال هم له مينځه وړي، اوځاي دمشرک دهميشه لپاره اور دجهنم وي نو پدي به هم پوهه شوی يي چه دتوحيد اهميت پيژندل او دشرک دفساد نه ځآن خبره ول څومره اهم او ضروري دي، اميد دی چه الله تعالی تاته دشرک دجال نه نجات در په برخه کړي، دکوم په باره کښي چه الله تعالی فرمايلي دي،

(إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا) (النساء: 48) يقيناالله تعالی نه معاف کوي چه شرک وکړيشي دهغه سره او معاف کوي ددينه علاوه نورګناهونه چاته چه وغواړي،او چاچه شرک وکړه دالله تعالی سره پس يقينا جوړه يي کړه ګناه لويه ،

د شيخ الاسلام په کلام کښي ددي قواعدو او اصولوداهميت ذکردی ، هغه په خپلو نورو رسالو کښي په مختلفو مقاماتو کښي ددي اصولو او قواعدو داهميت وضاحت کړيدی، چه دهغي خلاصه داده،

۱- ددغي اصولو او قواعدو په معرفت او پوهې سره موحد په شرک کښي دواقع کيدلو نه محفوظ کيږي .

۲- په دغه اصولواو قواعدو کښي د لاآله الا الله صحيح معنی او مطلب بيان شويدی ،

۳- ددغي اصولو اوقو اعدو په معرفت اوپوهې سره دتوحيداو شرک په مابين کې ښه فرق کيږي

مصنف رحمه الله فرمايي دشرک نه دبچ کيدلولپاره معرفت دڅلورو اصولو او قواعدو ضروري دی، کوم چه الله تعالی په قران کښي بيان کړيدي ،او دغي اصولو اوقواعدو په وجه باندي ا سان دلا اله الا الله صحيح معنی او مفهوم پژندلی شي، او ددغي اصولو او قواعدو په رڼا کښي داهل اسلام او اهل شرک په مابين کښي ښه تميزاو وضاحت کيږي، الله تعالی د په تا رحم وکړي ، ته ددغه اصولو او قواعدو باره کښي غور او فکر وکړه، او خپله پوهه دغه اصولو طرف ته متوجه کړه . ځکه چه دا ډير فائده مند اصول دي ، الدررالسنية : ۲- ۲۷)

د مؤلف رحمه الله داقول، شرک اکبر دکوم په باره کښي چه الله تعالی فرمايلي دي ،

( إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (النساء: 48) يقيناالله تعالی نه معاف کوي چه شرک وکړيشي دهغه سره او معاف کوي ددينه علاوه نورګناهونه چاته چه وغواړي،او چاچه شرک وکړه دالله تعالی سره پس يقينا جوړه يي کړه ګناه لويه ،

دا هم دهغه احکامو د جملي څخه دي کوم چه په شرک اکبر باندي مرتب کيږي او هغه داچه الله تعالی هغه مشرک نه معاف کوي چه دشرک اکبر ارتکاب يي کړيوي ، او بغير دتو بې نه وفات شي ليکن دشرک اکبر نه علاوه نور کبيره ګناهونه چه چا کړيوي او بغير دتوبې نه وفات شي نو دا دالله تعالی مشيئت ته وسپارل شو ،

که خوښه يي شي معاف به يي کړي او که خوښه شي غذاب به ورکړي ، او دا ددي ايت معنی او مقصود دی،

مصنف رحمه الله وفرمايل : چه ددي اصولو اوقواعدو په معرفت او پوهي سره مونږ دشرک او غيرالله دعبادت دجال نه بهر وتلي شو.

قواعد: دقاعده جمع ده او قاعده په لغت کښي بنياد او اساس ته وايي،کله چه وويل شي قواعد البيت نوددي نه مقصود دکور بنياد او اساس وي ، ( لسان العرب لابن منظور: ۷- ۴۳۴)

دقاعدي تعريف په اصطلاح دعلماو کښي:

علماء کله داسي فرمايي چه په دي مسئله کښي قاعده داده او کله داسي وايي چه په دي باب کښي قاعده داده ، نومراد په دي سره هغه کلي قضيي ( مسائل ) وي چه په هغي کښي دغور فکرنه بعد جز يي قضيي ( مسائل ) معلو ميږي، (شرح مختصر الروضة للطوفي : ۱- ۱۲۰ )

ددي مثال دادی لکه وويل شي: چاچه عبادت دغيرالله طرف ته واړه وو نو ده يقينا شرک وکړو، داقضيه کليه ده، په دي باندي دغور فکر نه بعد جز يي قضيي داسي معلوميږي، چاچه دغيرالله لپاره ذبحه وکړه يا يي دغيرالله لپاره نذر نياز وکړه يايي غيرالله ته سجده وکړه نو ددي څه حکم دی؛ نو دمخکې قضيي نه معلومه شوه چه دامشرک دی،ځکه چه دا ټول دعبادت انواع دي ، چاچه دا دغيرالله لپاره وکړل نو دايقيني مشرک دی،

معرفة : ديوشي اصلي حالت معلو مولو ته معرفت وايي، التعريفات للجرجاني : ۲۱۸) دالله تعالی لپاره وصف د(عارف) نشي بيانيدلی.او په دي باندي احمد بن حمدان دقاضي ابو يعلی محمد بن حسين نه اجماع نقل کړيده، الکوکب المنير: ۱- ۶۵-۶۶) او الله تعالی په وصف د( عالم ) سره متصف کيږي ،

لکه الله تعالی فرمايلي دي ( عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ(المؤمنون: 92) : عالم دی په هر پټ او ښکاره

باندي پس اوچت دی دهغي نه چه دوي دهغه سره شريکوي، دالله تعالی لپاره لفظ دمعرفت نه استعماليږي ، ځکه چه دمعرفت نه مخکې جهل وي او دادالله تعالی په باره کښي مستحيل ( ناشوني ) دی ،

ځکه چه دالله تبارک وتعالی علم ازلي دی يعني دازل نه تر ابده پوري الله تعالی عالم دی په ما کان اوما يکون باندي، (التعريفات: ۱۷۲) اوبل دوهمه وجه داده چه معرفت يقين او ظن (ګمان ته ) دواړو ته شامليږي او داهم دالله تعالی په باره کښي مستحيل (ناشوني) دی (شرح الاصول من علم الاصول عثيمن : ۲۵)

فائده: دالله تعالی اسماء او صفات توقيفي دي ، يعني په قران او حديث سره ثابت دي، له دي وجي نه په هر چا لازم ده چه ددي په باره کښی او ددينه علاوه په نورو امورو کښي د اهل سنت والجماعت موقف خپل کړي،شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله فرمايي، چه دسلفو صالحينو مذهب دادی، چه هغوي دالله تعالی لپاره هغه صفات ثابتوي کوم چه الله تعالی د خپل ځان لپاره ثابت کړيدي، او يا رسول الله صلی الله عليه وسلم دالله تعالی لپاره ثابت کړيدي، بغير د تحريف (معنی بدلولو نه ) او بغير دتعطيل ( معنی نه انکارکولونه ) او بغير دتکييف (کيفيت بيانه ولونه) او بغيردتمثيل (مثال ورکولو نه ) (الفتاوی : ۵-۲۶) ايا دالله تعالی علم په يقين سره متصف کول درست دي؟ جوابا دالله تعالی علم په يقين متصف کول درست ندي، ځکه چه کلمه ديقين په داسي څه دلالت کوي ، چه مخکي موجود نه وي ، او داد الله تعالی دعلم باره کښي مستحيل (ناشونی ) دی، ابن القطان رحمه الله ددي وضاحت په خپل کتاب فتح الرحمن کښي په تفصيل سره کړيدی،( فتح الرحمن : ۲۰)

د مصنف رحمه الله داقول : چه الله تعالی ددي قواعدو ذکر په قران کريم کښي کړيدی په دي قول سره مصنف رحمه الله ددي قواعدو او اصولو مراجع اومصادرو ته اشاره کوي هغه داچه داقواعد او اصول د قران کريم نه ماخوذ او مستنبط دي، او داد مصنف رحمه الله دكتابونو كمال او امتياز دی چه دقران او احاديثو په قوي دلائلو باندي مبني وي ،

اول اصل او قاعده:

په دي پوهه شه چه هغه مشرکين او کفار چه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره قتال (جنګ) کړيدی هغوې په دي اقرار او اعتراف کولو چه الله تعالی رازق خالق او مدبر دی، ليکن هغوي په دي اقرار سره په اسلام کښي داخل نه شو ، ددي دليل دا قول دالله تعالی دی،( قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّنْ يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَنْ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَنْ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ (يونس:31) .

: او ا يه څوک روزې در کوي داسمان او د زمکې نه او يا څوک اختيار مند دی د غوږونو اود سترګو .

او څوک را وباسي ژوندی دمړنه او راوباسي مړدژوندی نه اوڅوک انتظام کوي د د ټولو کارونو پس اوبه وايي دوي چه الله تعالی

پس اوايه ته ايا ځان نه بچ کوې دشرک نه ،

ددي اول اصل او قاعدې معنی او مطلب :

۱- دمکې کفاراو مشرکين کومو کښي چه الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم نبي راوليږه، هغوي د اسماعيل عليه السلام اولادوو، او دابراهيم عليه السلام د دين څه حصه پکښي هم باقي پاتي وه له دي وجي نه په ديکښي څه تعجب نشته چه هغوي دالله تعالی په خالقيت او رازقيت او تدبير باندي اعتراف او اقرار کولو ، ليکن ايا دي اقرار او اعتراف دوي په اسلام کښي داخل کړه او وينه اومال يي محفوظ شو؟

مصنف رحمه الله په قطعي دليل سره دا واضحه کړه چه د مشرکينو دي اقرار او اعتراف دوي په اسلام کښي داخل نه کړه بلکه الله تعالی په دوي باندي دکفر حکم وکړه او خپل نبي ته يي ددوي په خلاف باندي دقتال (جنګ) امر وکړه.

امام محمد بن عبدالوهاب رحمه الله دا اصل او قاعده ولې بيان کړه ؟

که څوک د مصنف رحمه الله په دور باندي سوچ وکړي او په هغه حالاتو باندي چه مصنف ورسره مخامخ وو، نو داخبره به ورته ښه واضحه شي چه مصنف رحمه الله دا قاعده ولي بيان او واضحه ثابته کړه ځکه چه ډير هغه خلک چه اسلام ته منسوب وو داسلام په خلاف او منافي کارونو کښي مبتلاء وو، دقبرونو په عبادت کښي مبتلاء وو ، او څه تعداد علماء داسي هم ووچه باطل يي د حق په لباس کښي خلکو ته پيش کړی وو، او مصنف رحمه الله ددي ټولو حقيقتونو نه واقف او باخبر وو، او په دي ډير ښه پوهيده چه داخلک دهغه توحيد دحقيقت نه ناخبره دي په کوم چه رسول الله صلی الله عليه وسلم راليږل شوی وو، ددي وجي دوي په انحراف او ګمراهۍ کښي واقع شوي دي. او دوي داعقيده لري چه په هرمکلف باندي صرف دتوحيدربوبيت پيژندل ضروري دي اودوي دجهالت اوياد تقليد دوجي نه داخيال او ګمان هم کوي چه دلااله الاالله معنی داده چه الله تعالی خالق رازق او داشياو پيداکونکی دی فقط ددي له وجي نه اګرکه يو شخص په کفري کارونو کښي واقع وي لکه دغيرالله لپاره ذبح کول او دغيرالله نه مدد غوښتل او دمخلوق نه هغه حاجات غوښتل په کومو باندي چه صرف الله تعالی قادر وي او دمخلوق د قدرت نه بهر وي نو ددوي په نيز باندي داشخص مرتد نه شمارل کيږي ترڅو پوري چه دا شخص داعقيده لري چه الله تعالی خالق رازق او ددي کائناتو مدبر دی، (دعاوي المناوئي : عبد العزيز عبداللطيف ۱۹۳- ۱۹۴) لهذا ددي باطل اعتقاد د رد لپاره

مصنف رحمه الله داقاعده واضحه او ثابته کړه چه هغه کفار او مشرکين مکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره قتال (جنګ) وکړه هغوي هم دالله تعالی په ربوبيت باندي اقرار او اعتراف کولو او ددي باوجود دي اقرار هغوي په اسلام کښي داخل نه کړه.

دنورو دلائلو سره سره د ايت کريمه نه ددي اصل لپاره وجه د استدلال

دتوحيدپه باره کښي د قبر پرستو دانحراف خلاصه داسي ممکن ده ، چه دهغوي ګمان دادی، چه رسول الله صلی الله عليه وسلم صرف دتوحيد ربوبيت لپاره نبي راليږل شوی وو، او دهمدي په بنياد يي دمخالفينو سره دشمنې قتل قتال (جنګونه) کړي وو، اوپه همدي توحيد ربوبيت باندي اعتراف کولو سره دانسان وينه اومال په دنيا کښي محفوظ کيږي ، او په اخرت کښي ورته نجات حاصليږي، او صرف په همدي توحيد ربوبيت باندي اعتراف چه الله تعالی خالق رازق او مدبر دی، فقط همدا د لااله الاالله معنی اومقصد دی نو مصنف رحمه الله د قران کريم په رڼا کښي په واضح دليل سره دا ثابته کړه چه د قبر پرستو دا اعتقاد او عقيده خطاء او باطله ده د مذکوره ايت کريمه تسلي بخش وضاحت په دوه طريقو سره کيږي

۱- داچه کفارو او مشرکينو هم په دي باندي اقرار او اعتراف کولو چه الله تعالی خالق مالک رازق او دټولو کارونو تد بير کونکی دی، ليکن ددي اقرار با وجود دوي په اسلام کښي داخل نه شو ، او داحقيقت په دي ايت کريمه سره ښه واضح کيږي،

(وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ) (الزخرف: 87) او که چيري تپوس وکړي ته د دوي نه چه چا پيدا کړيدي دا (شفعاء) خامخا دوي به ووايي الله تعالی نو څرنګه اوړيدلی کيږي دوي د تو حيد نه،

يعني زمونږ رازق او زمونږ دسترګو غوږو نو او دمرګ او ژوند مالک اود ټولوکارونومدبرالله تعالی دی، همدارنګه مشرکينو دالله تعالی په خالقيت باندي هم اقرار کولو لکه په ايت مذکوره کښي الله تعالی په ښه وضاحت سره داسي فرمايلي دي(وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ) (الزخرف: 87) او که چيري تپوس وکړي ته د دوي نه چه چا پيدا کړيدي دا (شفعاء) خامخا دوي به ووايي الله تعالی نو څرنګه اوړيدلی کيږي دوي دتوحيد نه .

۲- داچه صرف په توحيد ربوبيت باندي اقرار کولو سره ا نسان دجهنم نه نجات نشي حاصلوي ددي وضاحت دايت کريمه داخري حصي نه کيږي

لکه الله تعالی مشرکينو ته دا تهديد ورکړه چه دعذاب نه ځان ولي نه بچ کوي (فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ) (يونس:31) که چيرته دوي صرف په دي اقرار سره دعذاب نه بچ کيدلي شوې ، نو دا تهديد يي ولي ورکولو؟ ابن جرير رحمه الله ددي آيت( لَيَقُولُنَّ اللَّهُ )په تفسير کښي فرمايي، يعني هغوي به تاته ضرور په جواب کښي دا وايي چه ددي هرڅه کونکی الله تعالی دی، ( فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ) نوته ورته په جواب کښي ووايه چه ايا ځان نه بچ کوې دشرک نه ،يعني تاسو په دي اعتراف کوې چه دهرڅه مالک الله تعالی دی ، او بيا هم دالله تعالی سره شرک کوي او دمعبود حقيقي نه علاوه نورباطل معبودانو ته رامدد شه وايي نو ايا تاسو دالله تعالی دغذاب نه نه ويريږي ( تفسير ابن جریر: ۷- ۱۱۴) او هر چه دمشرکينو داګمان دی، چه د (لااله الا الله ) مطلب او مقصد دادی، چه دالله تعالی نه ما سوا بل څوک خالق رازق او مدبر نشته ،

او دا ددي کلمي مطابقي معنی ده . او لفظ د ټولې معنی سره مطابق دی، يعني دکلمي طيبي نه مراد صرف توحيد ربوبيت دی، داګمان ددوي باطل دی . ځکه چه چا ته الله تعالی په قران کريم کښي دغور فکر او سوچ توفيق ورکړی وي، او درسول الله صلی الله عليه وسلم په سيرت کښي سوچ او فکر وکړي او درسول الله په دعوت کښي سوچ او تدبر وکړي نو په اسانۍ سره په ورته واضحه شي چه دمشرکينو داګمان چه د(لااله الا الله ) نه مراد صرف توحيد ربوبيت دی، باطل او خطاء دی . ځکه چه الله تعالی ددي کلمې ( لااله ا لاالله ) معنی په قران کريم کښي بيان کړيده، اوددي وضاحت يي بل چاته ندی حواله کړی، لکه الله تعالی ددي کلمي (لااله الاالله) معنی داسي بيان کړيده چه د الله تعالی نه ماسوا دبل چا نه دعبادت نفي کول او صرف يواځي دالله تبارک وتعالی لپاره عبادت ثابتول ،لکه الله تبارک وتعالی فرمايي

(وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِمَّا تَعْبُدُونَ (الزخرف:26) إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ (الزخرف: 27) وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ*) او کله چه وويل ابراهيم عليه السلام پلار خپل او قوم خپل ته يقينا زه بيزاره يم د هغه چا نه چه تاسو يي بنده ګې کوي. مګر هغه ذات چه زه يي پيداکړی يم نو هغه به ماته لار ښايي. او پاتي کړه الله تعالی داکلمه باقي په اولاد دهغه کښي . دي لپاره چه دوي وګرځي دکمراهۍ نه.

فا ئده : هرلفظ چه په يوه معنی دلالت کوي . دهغي دري اقسام دي. (۱) دلالت مطابقت يا دلالت تطابق : هرکله چه دلفظ نه پوره معنی واخستی شي ديته دلالت مطابقي وايي ځکه چه لفظ دمعنی سره مطابق شو. (۲) دلالت تضمني : هرکله چه دلفظ د پوره معنی نه يوه جزئي معنی واخستي شي ديته دلالت تضمني وايي. ځکه چه دغه جزئي معنی په پوره معنی کښي يو جزء وي دکومي لپاره چه لفظ وضع شوی وی، (۳) دلالت التزامي : هرکله چه دلفظ نه يوه داسي معنی واخستي شي کومه چه د لفظ دمعنی سره لازمه وي ديته دلالت التزامي وايي. ( شرح القصيدة النونية : الابن القيم – خليل الهراس: ۲- ۱۳۵)

فائده: علامه عبد الرحمن بن القاسم – رحمه الله - فرمايي ، چه ددي عظيمې کلمي (لا اله الا الله ) معنی داده چه دالله تعالی نه ماسوی هيڅ معبود برحق او معبود حقيقي نشته دی . بلکه دالله تعالی نه ماسوا چه څومره الهه دي دهغوي عبادت سراسر باطل او ګمراهي ده. او همدارنګه د (لا اله الا الله ) دلالت په توحيد الوهيت باندي دلالت مطابقي دی. او هرچه بعضي جاهلان داګمان کوي چه ددي کلمي معنی صرف داده چه نشته دی خالق رازق اومدبر مګر يو الله دی . دا ګمان خطاء دی. ځکه چه

د( لا اله الا الله ) معنی توحيد الوهيت دی. اګر که دا معنی چه نشته دی خالق رازق او مدبر مګر يو الله دی. ددي کلمي يوجزء دی .ليکن په حقيقت کښي داکلمه دتوحيد الوهيت لپاره وضع شويده .يعني په اخلاص سره يواځي دالله تبارک وتعالی عبادت کول او ټول انواع دعبادت دالله تعالی لپاره خاص کول (حاشيه ثلاثة الاصول: ۵۰ ) هغه کومه کلمه وه کومه چه ابراهيم عليه السلام په خپل اولاد کښي باقي پريښي وه ؟ او دخپل قوم سره د وينا په مهال يي دهغي معنی مقدمه کړه هغه داچه دهر معبود من دون الله نه دبراءت اعلان او ديو الله تعالی واحد لاشريک ذات لپاره يي دعبادت ګواهي ورکړه. عکرمه، مجاهد، ضحاک، قتادة، اوسدي، وغيره مفسرينو د افرمايلي دي ، چه مراد دهغي کلمي نه کومه چه په قران کريم کښي وارده ده . او ابراهيم عليه السلام په خپل اولاد کښي باقي پريښي وه هغه کلمه دتوحيد (لا اله الا الله ) ده (تفسير ابن کثير:۴- ۲۱۹)

علامه ابن کثير فرمايي، چه ددي کلمي مقصود اومطلوب دادی ، چه يواځي په اخلاص سره دالله تعالی واحد لاشريک ذات عبادت وکړيشي، او دالله تعالی نه ماسوا چه څومره باطل معبودان دي دهغي نه براءت وکړيشي .ځکه چه معبود برحق صرف اوصرف يو الله تبارک وتعالی دی، (تفسير ابن کثير: ۴- ۹۲۱) دالله تعالی داقول هم د(لا اله الا الله ) معنی ښه واضحه کوي، (إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ (الصافات: 35) وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آَلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ (الصافات: 36)

يقينا دوي وو . چه کله به وويل شو دوی ته نشته حقدار دبنده ګۍ سيوا د الله تعالی نه نو دوي به لويي کوله ، او دوي به وويل ايا پريګدو مونږ معبو دان خپل له وجي دشاعر ليوني نه،

په دي ايت کريمه کښي ددي خبري واضح دليل دی ، چه د(لا اله الا الله) پوره معنی دانده چه دالله تعالی نه ماسوا بل خالق رازق او مدبر نشته ، بلکه پو ره معنی يي داده چه دالله تعالی نه بغيربل هيڅوک دعبادت حقدار نشته او يواځي په اخلاص سره بايد دالله تعالی عبادت وکړيشي، او په دي باندي مشرکين هم پوهيدل ځکه يي ددي کلمي نه انکار کولو . او که چيرته ددي کلمي معنی همدغه وی. يعني چه دالله تعالی بغير بل څوک خالق رازق نشته نوپه دي باندي خو مشرکينو هم اعتراف کولو نو بيا مشرکينو د(لا اله الا الله) نه ولي انکار کولو؟

سؤال پيداکيږي چه دقريشو مشرکينو ددي کلمي نه کوم مقصداو معنی اخستي وه واضحه ده چه دقريشو مشرکينو ددي کلمي نه صحيح مطلب او معنی اخستي وه هغه داچه دالله تعالی نه ما سوا ټول معبودان پريښودل اودهغي نه دبراءت اعلان کول او يواځي په اخلاص سره دالله تعالی عبادت او بنده ګي کول . ددي وجي نه چه هغوي به کله دي کلمي ته دعوت کړيشو نو داسي به ويل،

(وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آَلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ (الصافات: 36): او دوي به وويل ايا پريګدو مونږ معبو دان خپل له وجي دشاعر ليوني نه،

دمشرکينو په نيز باندي د (لا اله الا الله) کلمي همدا معنی وه چه دالله تبارک وتعالی نه ماسوا نور ټول معبودان پريښودل .او ددي حقيقي معني کومه چه مشرکينو ددي کلمي نه فهم کړيوه زيات تاکيد هغه وخت وشو کوم وخت چه نبي کريم صلی الله عليه وسلم دوي ته دادعوت ورکړه چه

(قولوا : لااله الا الله ) تاسودااقراروکړي چه دالله تعالی نه ماسوا بل معبود حقيقي نشته . نو دي مشرکينو په جواب کښي داسي وويل ،

(أَجَعَلَ الْآَلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ) (ص: 5) آيا جوړ کړيدي ده ډير معبودانولره معبود يو يقينا دا څيز ډير نا اشنا دی،کفار او مشرکين په دي پوهه شوی وو، چه ددي کلمي پوره معنی داده چه دالله تعالی نه ماسوا نور ټول معبودان پريښودل او ديو معبود حقيقي الله تبارک وتعالی عبادت او بنده ګې کول . علامه ابن کثيررحمه الله فرمايي ، آيا ده داګمان کړيدی، چه معبود صرف يودی، او دهغه نه علاوه بل هيڅ معبود نشته ، مشرکينو ددينه انکار کولو (الله تعالی دي دوي رسواکړي ) او دالله تعالی سره په شرک نه کولو باندي يي تعجب کولو ،ځکه چه مشرکينو ته دبتانو عبادت دپلار نيکه نه په ميراث کښي پاتي شوی وو،

او دبتانو محبت يي زړونو ته داخل شوی وو. (تفسيرالقران العظيم: ۴- ۸۲) دقران کريم ددي مبارکو اياتونو نه دا حقيقت ښه واضح شو چه په کلمه دتوحيد کښي د(اله) معنی ده معبود برحق او په دي باندي دعلماء اجماع ده.

په خلاف دقبر پرستو مشرکينو چه هغوي په ګمراهۍ سره دا اعتقاد لري چه د(لا اله الا الله ) معنی ده لاخالق او لاقادر علی الاختراع الا الله ) يعني دالله تعالی نه ماسوا بل خالق رازق نشته .

او ددوي داخيال دی، چه دوي کله داکلمه ووايي نو دتوحيد اخري درجي ته ورسيږي اګرکه دغير الله لپاره عبادت کوي، (تيسير العزيز الحميد: سليمان بن عبد الله بن محمد بن عبدالوهاب)

د اول اصل او قاعدي دشرحي خلاصه:

۱- هغه مشرکين او کفار دکومو سره چه نبي کريم صلی الله عليه وسلم قتال ( جنګ ) کړی وو، هغوي هم په توحيد ربو بيت باندي اقرار او اعتراف کولو ، ليکن دي اقرار او اعتراف هغوي په اسلام کښي داخل نه کړل ، او نه يي دهغوي ويني اومال محفوظ کړه.

۲- دقبر پرستو مشرکينو همدا عقيده ده چه د(لا اله الا الله ) معنی صرف توحيد ربوبيت دی، او په دي اقرار سره انسان مسلمان معرفي کيږي او په اسلام کښي داخليږي وينه اومال يي محفوظ کيږي ،ليکن دقران کريم او نبوي احاديثو دد لائلو په رڼا کښي دا اعتقاد سراسر باطل دی،

دوهم اصل او قاعده:

مشرکين وايي: چه غيرالله طرف ته زمونږ توجه ددي لپاره ده چه په دي سره مونږ شفاعت او قرب الهي حاصلوو. ددي قربت متعلق الله تعالی فرمايي، (وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ (الزمر:3) او هغه کسان چه نيولي دي سيوا دالله تعالی نه مددګاران (وايي) بندګې نه کوو مونږ ددوي مګر ددي لپاره چه نيزدي کړي مونږ الله تعالی ته په نيزدي کولو سره ، يقينا الله تعالی به فيصله وکړي په مينځ ددوي کښي ، په هغه څيز کښي چه دوي په هغي کښي اختلاف کوي ، يقينا الله تعالی توفيق نه ورکوي هغه چاته چه ډير دروغژن دی، ډير کفر کونکی دی،

او دشفاعت متعلق الله تعالی داسي فرمايي، ( وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِنْدَ اللَّهِ (يونس: 18) او بندګې کوي داخلق سيوا دالله تعالی د هغه چه نه ضرر رسولی شي دويته او نه نفع رسولی شي دويته او وايي دوي چه داکسان سفارشيان زمونږ دي په دربار دالله تعالی کښی ،

دشفاعت دوه قسمه دي:

۱- ناجائزاو ناروا شفاعت :

۲- جائز او مشروع شفاعت :ناجائز اوناروا شفاعت: دغيرالله نه داسي څيزونو غوښتل

په کومو باندي چه دالله تعالی نه علاوه بل څوک قادر نه وي، لکه الله تبارک وتعالی فرمايي، (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ (البقرة: 254) ای ا يمان والو خرچ کوي دهغي نه چه درکړيدي مونږ تاسوته مخکي ددينه چه رابه شي ورځ (دقيامت) نه به وي خرڅول په هغي کښي او نه دوستانه او نه به وي سفارش، او کافران دوي لوي ظالمان دي،

مشروع او جائز شفاعت: داهغه شفاعت دی، کوم چه دالله تعالی نه طلب کيږي ، او په ديکښي دشفاعت کونکې اکرام اواحترام وي ځکه چه دهغه شفاعت قبول کړيشي، او شفاعت به دهغه چا په حق کښي قبليږي دچا دقول او عمل نه چه الله تعالی راځي وي لکه الله تعالی فرمايي،

مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ (البقرة : ۲۵۵) څوک دی هغه کس چه سفارش وکړي په نيز دده، مګر دده په اجازه سره،

دمشرکينواوکفارودقربت(نيزديکت)اوشفاعت لپاره دغيرالله نه غو ښتل او دغيرالله طرف ته متوجه کيدل ددوي يو مهم اصل دی، ځکه چه موضوع دشفاعت سره ددي اصل ډير ژور ربط او تعلق دی، ددي وجي نه د مخکني او وسني دور مشرکان دشفاعت په بهانه دالله تبارک وتعالی سره شرک کوي،

دشفاعت لغوي معنی: شفاعت په عربي ژبه کښي دتاق په مقابله کښي راځي، لکه جفت او تاق، کله چه ويل شي ( شفع لي ،يشفع ، شفاعة ، ويتشفع ) نو ددي معنی طلب دشفاعت وي، دشافع جمع شفعاء راځي ، او چه کله ويل شي ( استشفعه ) نو معنی يي داوي چه دهغه نه يي شفاعت طلب کړه، ( لسان العرب: ۸- ۱۸۳- ۱۸۴)

دشفاعت اصطلاحي معنی: دشفاعت متعدد تعريفونه شويدي، چه دهغي دجملي څخه يو دادی، بل چا ته دفائدي لپاره او يا دهغه نه ضرر دفعه کولو لپاره واسطه جوړيدل ( شرح لمعة الاعتقاد: لابن عثيمن (۱۲۸) دا تعريف دشفاعت لپاره پوره جامع تعريف دی، کوم چه ديني او دنياوي ټولو کارونو ته شامليږي،

ددوهم اصل او قاعدي معنی او مفهوم :

د عربو په نيز باندي بت پرستي دشرک يو لوي مظهر رواج شوی وو، حتی تر دي پوري چه په کورونو کښي يي بتان ايښي وو او دهغي عبادتونه به يي کول،بعضي قبائل دعربو داسي هم وو چه دعبادت لپاره به يي خاص قسم بت دخپل ځان لپاره متعين کړی وو، لکه دطی او انعم قبيلو لپاره د(يغوث) په نوم باندي يوخاص قسم بت وو چه دهغي عبادت به يي کولو ، او دکلب قبيلي لپاره يو بل بت وو د (ود) په نوم باندي او دهغي عبادت به يي کولو، (سيرة ابن هشام- ۱- ۹۷)

دا ډيره دتعجب خبره ده چه ددي بتانو عبادت په ډيره لويه پيماني سره کيدلو سرددينه چه ددي بتانو حقيقت داوو چه صرف دلرګو او يا دکاڼو نه جو ړ شوي وو، ليکن د ا بتان دې مشرکينو ديو معبود غائب په شکل کښي ايښي وو او په دي عقيده وو چه دابتان دهغه غائب معبود قائم مقام دي ، که نه نو داخبره دخيال او تصور نه ډيره لري ده چه يو عقل مند انسان چه په خپل لاس باندي لرګي او يا کاڼي وتراشي او بت ترينه جوړ کړي او بيا ورته معبود وايي او عبادت يي کوي، (اغا ثة اللهفان: لابن القيم – ۲-۱۸۲ ) مشرکينو په دي حقيت اعتراف کولو چه خالق صرف الله تعالی دی، مالک او مدبر صرف الله تعالی دی رزق او روزي صرف دالله تعالی په لاس کښي ده او دابتان مخلوق دي، ليکن ددي باوجود دامشرکين دبتانو عبادت ته څه شي اماده او تيار کړي وو، ؟ (قاعده في التوسل والوسيله لشيخ الاسلام ابن تيميه: ۱- ۳۸)

الله تعالی په دي ايت کريمه کښي ددي وضاحت کړی دی، چه کفارو او مشرکينو دبتانو عبات ځکه کولو چه دوي داعقيده لرله چه دابتان زمونږ لپاره شفاعت کوي دالله تعالی په نيز باندي او مونږ الله تعالی ته نيژدي کوي ، هرکله چه دي کفارو او مشرکينو د ملائکو پيغبرانو او نيکانو بندګانو باره کښي داعقيده ولرله چه دا زمونږ سفارشيان دي نو ددوي دمجسمو تصويران يي جوړکړل، او دابه يي ويل چه ددي مجسمو او تصويرانو نه زمونږ سفارش طلب کول په حقيقت کښي ددوي ( ملائکو پيغمبرانو او نيکانو ) نه سفارش طلب کول دي ، او الله تعالی په دوي باندي دشرک او دکفر حکم وکړه، (قاعده في التوسل والوسيله لشيخ الاسلام ابن تيميه: ۳۳)

امام محمد بن عبدالوهاب رحمه الله دا اصل او قاعده ولې بيان کړه؟

۲مخکي داخبره بيان شوه چه مشرکين ددي وجي نه په شرک کښي واقع شوي وو،چه دوي داعقيده لرله چه دا ملائک پيغمبران او نيکان بندګان زمونږ سفارش کوي او مونږ الله تعالی ته نيږ دي کوي،حتی تر دي چه الله تعالی محمد صلی الله عليه وسلم خپل رسول او نبي راوليږه، او نبي صلی الله عليه وسلم ښکاره دابيان وکړه چه دا کفر اوشرک دی، او درب په شان کښي ګستاخي ده.

او بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ددي مشرکينوسره جهاد او قتال وکړه تر دي پوري چه دوي دپلار نيکه باطل عقايد پريښودل، او ديوالله تعالی عبادت يي شروع کړه، ليکن داګمان نه کيده چه بيابه دوباره داسي وخت راځي چه خلک به دشرک په مصيبت کښي اخته کيږي ، او دقبرونو عبادتونه به کوي په هغه عذرونو باندي په کومو چه مخکنو مشرکينو دالله تعالی سره شرک کولو، هغه عذرونه ددي نيکانو بندګانو نه سفارش طلب کول دي او ددوي په باره کښي داعقيده لرل دي چه دوي مونږ الله تعالی ته نيژ دي کوي، دهمدي عذرونو په اساس باندي مخکنو مشرکانو دالله تعالی سره شرک کولو، ددي وجي نه مصنف رحمه الله دا قاعده بيان کړه او ددي وضاحت يي وکړه چه دا بعينه شرک او کفر دی،

مصنف رحمه الله فرمايي : چه زمونږ په دي زمانه کښي چه غير الله ته کوم اوازونه کيږي دهغي يو څو قسمه دي ......

په دغه قسمونو کښي يو قسم دادی، چه يو شخص دالله نه هم دعاګاني غواړي او ورسره يي دپيغمبر او بزرګ وغيره هم غواړي او وايي چه زه له دوينه صرف سفارش غواړم ګني زه په دي پوهيږم چه نفع او نقصان صرف دالله تعالی په لاس کښي دی، او دالله تعالی نه ماسوا بل هيڅوک دنفع او نقصان ما لک نه دی، چونکه زه ګناهنګار يم نو ددي نيک انسان پيغبر ولي وغيره نه سفرش طلب کوم، دابعينه هغه شرک دی کوم چه مخکنو مشرکانو کوو، او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره ترهغه وخته پوري جهاد قتال او جنګ جاري وساته ترڅو چه دوي داشرک پريښود او ديو الله تعالی عبادت او بندګې يي شروع کړه، ( ا لدرر السنية : ۲- ۲۳- ۸۴ )

دمخکنو دوه اياتونو نه وجه داستدلال او دهغي وضاحت :

مخکني دوه اياتو نه دالاندي حقائق واضحه کوي

۱- دشفاعت او قربت په خاطر دالله تعالی عبادت دغيرالله طرف ته اړول دا دمشرکينو دين دی، الله تعالی دسورت زمر په اول کښي ددي خبري پوره وضاحت کړيدی، مصنف رحمه الله فرمايي: چه دسورت زمر ابتدائي اياتونه تلاوت کړه ځکه په ديکښي الله تعالی ددين اسلام او دکفارو دين او دهغي مقاصد بيان کړيدي، (الدررالسنية:۱-۶۰ )

۲- دبنده او دهغي درب په مابين کښي سفارشي (سفارش کونکی ) مقررکول داشرک او کفر دی ، او درب العالمين ګستاخي او توهين دی، او ددي لپاره عذر پيش کول هغه ددروغو عذردی چه قابل قبول ندی، ددي خبري دليل دمذکوره اياتونو په اخرکښي ذکر دی،

لکه الله تعالی فرمايلي دي، (سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (يونس:18) : پاک دی، الله تعالی او لوي دی، دهغي نه چه دوي دالله سره شريکوي،

اوهمدارنګه فرمايي (إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ) (زمر: 3) يقينا الله توفيق نه ورکوي هغه چاته چه ډير دروغژن وي ، ډير کفر کونکی وي،

هرکله چه الله تعالی داواضح وفرمايل چه دامشرکين دسفارش دطلب کولو دوجينه په شرک کښي واقع شوي وو، او دخپل ذات مبارک پاکي يي بيان کړه ، ددينه معلومه شوه چه دا کار (دنيکانو نه سفارش طلب کول ) دالله تعالی په ذات کښي تنقيص او دهغه ګستاخې ده، ځکه چه الله تعالی دخپل ذات مبارک پاکي د بدو صفاتو نه بيانه وي،

او همدارنګه مصنف رحمه الله تعالی – دمشرکينو او کفارو دي کار(سفارش غوښتلو ) ته دشرک نوم کيښود، پس هرچاچه داکار وکړه نوهغه دمشرکينو په ټولګی کښي داخل شو.

او په دوهم ايت کريمه کښي يي دمشرکينو دي کار ته لوي کفر ووايه ، ځکه چه (کفار ) د مبالغي صيغه ده کومه چه په دي خبره دلالت کوي چه داکفر انتهايي درجي ته رسيدلی دی،

قبر پرستو ته په دي مسئله د شفاعت کښي داشبهه راغلې ده چه دوي په دي شفاعت سره دالله تعالی دتعظيم اراده کوي ، ځکه چه هغوي خپل رب الله سبحانه وتعالی ددنيا په بادشاهانو او حکمرا نانو باندي قياس کړيدی، لکه څرنګه چه ددي بادشاهانونه هيڅ يو څيز بغير دواسطي نه نه غو ښتل کيږي ، بلکه ددوي داحترام لپاره دويته واسطه پيش کول ضروري وي ، لهذا دالله تعالی ذات خو ددوينه ډير زيات حقدار دی، نو ددي وجي نه دا قبر پرست الله تعالی ته داشفعاء واسطه کوي ،

ددي شبهي جواب : دا بلکل محال او ناشوني ده چه الله تعالی ددي بادشاهانو پشان وګڼل شي او په دوي د قياس کړيشي، او دهمدي فاسد قياس له وجي نه د بتانو عبادت کيږي او کفارو او مشرکينو دالله تعالی نه ماسوا نور او لياء دوستان او سفارشيان نيولي دي، او داقياس ځکه باطل او فاسد دی، چه دخالق او مخلوق په مينځ کښي فرق وي او همدارنګه د رب او مربوب (پرورش کړيشوی، ) او دمالک او غلام مالدار اوغريب په مينځ کښي فرق وي،

رب هغه دی چه هغه قطعا هيچاته محتاج ندی، ځکه چه هغه غني او بي پروا ذات دی، او ټول مخلوق دهر لحاظ نه خپل رب ته محتاجه دي، او هرچه بادشاهان دي نو هغوي خپل قريبي خپلوانو او وزيرانو ته محتاجه وي ځکه چه د باد شاهانو فائدي په دوي پوري متعلقي وي ، او هغوي ددي باد شاهانو مدد او مرسته کوي ، نو بادشاهان داحتياج دوجي نه دهغوي سفارش قبلوي،ځکه چه بادشاهان له دينه ويريږي ، چه ددي سفارشيانو دشفاعت نه قبلولو په صورت کښي به دبادشاه په اطاعت او فرمانبرداري کښي نقصان واقع شي، او دوي به ترينه بل طرف ته لاړ شي، نو ددي احتياج له وجينه باد شاه مجبوره دی چه ددوي سفارش قبول کړي،

ليکن الله تبارک وتعالی ددي ټولو خبرو نه بي پرواه او بي نيازه دی، او دا بي نيازي دالله تبارک وتعالی د ذات مبارک سره لازمه ده ، او هرچه مخلوق دی، نو هغه ټول په ټوله کښي خپل خالق ته دهر لحاظه نه محتاجه دي ، لکه الله تعالی فرمايي،

( لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ) خاص دهغه په اختيار کښي دي هغه څه چه په اسمانونو کښي دي او هغه څه چه په زمکه کښي دي، څوک دی ، هغه کس چه سفارش وکړي په نيز دده، مګر دده په اجازه سره ،

په دي ايت کريمه کښي الله تعالی داخبر ورکړيدی، چه دټولو اسمانونو او زمکو او ټولو مخلوقاتو مالک صرف او صرف الله تعالی دی، نو لهذا ټول شفاعتونه هم دالله تعالی په اختيار کښي دي،

او دالله تعالی داجازت نه بغير هيڅوک شفاعت نشي کولاي، ځکه چه دالله تعالی سره هيڅوک شريک نشته دی، ټول دالله تعالی غلامان دي، او هر چه اهل دنيا(دنيا والا) دي نو دوي ديو بل سفارش کولاي شي په دنياکښي ، (اغاثة اللهفان :۱- ۲۰۳- ۲۰۴) وتفسير سعد- ۷۱۸،

هرکله چه مصنف داواضحه کړه، چه مخکني مشرکان دشفاعت په طمعه په شرک کښي واقع شوي وو، نو ددينه بعد يي دشفاعت اقسام بيان کړه، او داوضاحت يي وکړه چه دشفاعت دوه قسمه دي،

۱- نارواه او ناجائز شفاعت: دا هغه شفاعت دی، کوم چه الله تعالی نفي کړيدی، او کفارو مشرکينو او دهغوي پشان په دي امت کښي ناپوهه او بي علمه کسانو روا ګرځولي دی، (قاعده في التوسل والوسيله: ۲۸۰)

ددي نارواه شفاعت تعريف مصنف رحمه الله داسي کړيدی، چه داهغه شفاعت دی، کوم چه دغيرالله نه وغوښتل شي، او همدارنګه دناجائز شفاعت تعريف داسي هم کيدي شي، چه ناجائز شفاعت هغه دی، کوم کښي چه دمشروع او جائز شفاعت دشرطونو نه هيڅ يو شرط نه وي،

مصنف رحمه الله ددي شفاعت دنفي کولو لپاره په دي ايت کريمه سره استدلال کړی وو، (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ) (البقرة: 254) ای ايمان والو خرچ کوي دهغي نه چه درکړيدي مونږ تاسوته مخکي ددينه چه رابه شي ورځ (دقيامت) نه به وي خرڅول په هغي کښي او نه دوستانه او نه به وي سفارش، او کافران دوي لوي ظالمان دي،

۲ ـ مشروع او جائز شفاعت : ددي شفاعت تعريف مصنف رحمه الله داسي کړيدی، چه هغه شفاعت دی، کوم چه صرف دالله تعالی نه وغوښتل شي، بيا ددي شفاعت دوه شرطونه دي،

۱ - دسفارش کونکی لپاره دالله تعالی نه اجازت،

۲- دچا لپاره چه شفاعت کيږي، دهغه نه دالله تعالی رضا کيدل، يعني هغه به موحد وي، لکه ابو هريرة رضی الله عنه فرمايي، (أنه قال قيل يا رسول الله من أسعد الناس بشفاعتك يوم القيامة قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لقد ظننت يا أبا هريرة أن لا يسألني عن هذا الحديث أحد أول منك لما رأيت من حرصك على الحديث أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال لا إله إلا الله خالصا من قلبه أو نفسه) ابو هريرة رضی الله فرمايي، چه درسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چه دالله رسوله دقيامت په ورځ ستا د شفاعت په سعادت سره څوک زيات مستحق ( حقدار ) دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ای ابو هريره زما دايقين وو ، چه ددي متعلق به ستانه مخکي څوک تپوس ونه کړي . ځکه چه دحديث متعلق ما ستاډير حرص وليده واوره دقيامت په ورځ به زما په شفاعت سره هغه کس دټولو نه زيات حقدار وي چاچه داکلمه دتوحيد(لا اله الا الله ) په اخلاص سره ويلي وي، يعني خالص موحد وي،

د مصنف رحمه الله داقول: او په ديکښي دشفاعت کونکې اکرام اواحترام وي ، په دي جمله کښي دشفاعت دحکمت بيان دی، هغه داچه دشفاعت نه چه کومه فا ئده حاصليږي مثلا ګناهګاران داور نه راويستل او يا دجنتيانو درجي اوچتول ،

دا الله تعالی دشفاعت نه بغير هم کولاي شي چه ګناهګاران داور نه راوباسي او دجنتيانو درجي اوچتي کړي، ليکن الله تعالی داسي نه کوي بلکه بعضي صالحينو ته دشفاعت اجازه ورکوي ، په ديکښي دالله تعالی ډير لوي حکمت دی، هغه داچه په ديکښي دشفاعت کونکي اکرام او احترام وي، او ددي دوه صورتونه دي،

۱ - دچاچه شفاعت کيږي، په هغه باندي دشفاعت کونکي فضيلت ظاهرول ،

۲ - دالله تعالی په نيز باندي دشفاعت کونکي مرتبه او مقام ظاهرول، (القول المفيد: شرح کتاب التوحيد : لابن العثيمين : ۳۴۵- ۳۴۶)

دشفاعت متعلق يوه مسئله ، هغه داچه دهغه چا څه حکم دی، چه دنبي يا ولي وغيره نه صرف شفاعت غواړي؟ ددي دجواب خلاصه په لاندي څلور مقدماتو سره داسي ممکنه ده ۱ - چه شفاعت ددعا يو قسم دی،

۲- دشفاعت اختيار صرف دالله تعالی سره دی، لکه الله تعالی فرمايي،( قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا) ته ووايه اختيار دشفاعت الله تعالی لره دی ټول .

۳- هرکله چه شفاعت دالله تعالی ملکيت دی، نو هغه صرف دالله تعالی نه غوښتل پکار دي .

۴- چاچه دالله تعالی نه بغير دبل چانه داسي څه طلب کړه چه په هغي باندي دالله تعالی نه علاوه بل څوک قادر نه وي نو دا مشرک دی، نتيجه داشوه چه د مخلوق نه شفاعت طلب کول شرک دی .

علامه سليمان بن عبد الله ال الشيخ – رحمه الله – فرمايي ، که دا اعتراض وکړيشي، چه الله تعالی خو دشرک حکم په هغه چا کړيدی، کوم خلک چه ددي شفعاء (سفارشيانو ) عبادت کوي، ليکن کوم خلک چه صرف ددوينه شفاعت طلب کوي، او ددوي عبادت نه کوي، نو لهذا دا شرک ندی،

ددي شبهي جواب دادی، چه ديو شخص صرف سفارشي جوړولو سره هم شرک لازميږي، ځکه چه يو شخص شفارشي جوړول او شرک دواړه لازم او ملزوم دي ،

لکه څرنګه چه شرک سره دالله تعالی توهين او ګستاخي او بي احترامي لازم او ملزوم ده ، او داحقيقت دی، برابره خبره ده چه مشرک يي مني او که نه .

لهذا دا سوال اصلا باطل دی، او په خارج کښي هيڅ وجود نلري،او دا هغه شبهه ده کومي ته چه مشرکينو په خپلو دماغو کښي ځاي ورکړيدی . بلکه دعا عبادت او دعبادت مغز دی،لهذا ددي (انبياء ، ملائک ، او نيکان بنده ګانو) نه شفاعتونه غوښتل شرک دی، که څوک يي مني او که نه ، (تيسير العزيز الحميد:۲۳۷)

شيخ احمد بن عيسی – رحمه الله- فرمايي : الله تعالی دافرمايلي دي چه ټول اقسام دشفاعت دالله تعالی په اختيارکښي دي،نو چاچه دالله تعالی نه بغير دبل چانه شفاعت طلب کړه ،نوګويا که ده دداسي چانه شفاعت طلب کړه چه هغه نه ددي مالک دی، او نه دا اوري او نه څه ورکولاي شي، او نه داهغه وخت دی، کوم که چه شفاعت قبليږي،او نه شفاعت کونکی، قدرت لري په شفاعت کولو باندي ، مګر هغه څوک چه الله تعالی ورته اذن او اجازه ورکړي او شفاعت يي قبول کړي، لهذا په دنيا کښي د مخلوق نه شفاعتو نه غوښتل شرک عظيم دی.

(الرد علی شبهات المستغيثين بغيرالله :۴۷- ۴۸- و فتاوی : ۱- ۲۴۱- ۱۶۰ – ۱۶۱-

ددوهم اصل او قاعدي دشرحي خلاصه:

۱- د شفاعت او قرب الهي دحاصلولو په خاطردغيرالله عبادت کول د مشرکينو او کفارو دين دی.

۲ - دبنده اورب په مابين کي سفارشي جوړول شرک سخت کفراو دالله تعالی توهين او بي احترامي ده.

۳ - دقبر پرستو دا دعوه چه په شفاعت سره دوي دالله تعالی دتعظيم اراده او قصد کوي ددينه هيڅکله تعظيم نه ثلبتيږي ، بلکه دا دالله تعالی توهين او بي احترامي ده ډير خلک ديوشخص دتعظيم قصد کوي ليکن په حقيقت کښي دهغه توهين او بي احترامي کوي .

۴ - په قران کريم کښي دشفاعت دوه قسمه ذکر دي ، يو نارواه او ناجائز شفاعت ، او دوهم دشرطونو سره جائز او مشروع شفاعت .

۵ - دمشروع او جائز شفاعت حکمت دادی،چه الله تعالی يه دي سره دشفاعت کونکې فضيلت ظاهره وي او دهغي قدر او منزلت ښکاره کوي .

۶ - چاچه د مخلوق نبي ياولي بزرګ وغيره نه شفاعت طلب کړه نو دا مشرک دی.

دريم اصل او قاعده:

نبي کريم صلی الله عليه وسلم په هغه ټولو خلکو باندي غالبه شو ، کوم چه په خپلو عبادتونو کښي متفرق وو، په دوي کښي بعضي خلکو دملائکو عبادت کولو او بعضي د انبياو صالحينو (نيکانو ) او بعضو د ونو بټو او کاڼو عبادت کولو، او بعضو نمر او سپوږمۍ ته سجدي کولي ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي ټولو سره قتال (جنګ) وکړه او ددوي په مابين کښي هيڅ قسمه فرق ونه کړه، لکه څرنګه چه الله تعالی فرمايلي دي.

(وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّه) (الانفال: 39) او جنګ کوي ددوي سره تر دي چه هيڅ شرک پاتي نشي ، او دين ټول دالله تعالی لپاره شي،

دنمر او سپوږمۍ دعبادت په باره کښي دالله تعالی فرمان دی

(وَمِنْ آَيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ) (فصلت: 37) او بعضي د دليلونو دتوحيد نه شپه او ورځ او سپوږمۍ دي ، سجدي مه کوي ، نمر ته او نه سپوږمۍ ته ، او سجده خاص کوي الله تعالی ته هغه ذات چه دا يي پيداکړيدي، که چيري تاسو خاص هغه لره بندګې کوي.

دملائکو دعبادت متعلق الله تعالی داسي فرمايي:(وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا (ال عمران:۸۰)

او اجازت نه درکوي تاسوته ( نبي صلی الله عليه وسلم ) چه وګڼي ملائک او پيغمبران دبندګې حقدار.

د پيغمبرانو او رسولانو دعبادت په باره کښي الله تعالی فرمايي، (وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ) (المائده: 116) او كوم وخت چه اوبه وايي الله تعالی ، ای عيسی ځوي دمريم ، ايا تا ويلي دي خلو ته ؟ اونيسي ما او مور ځما دبندګې حقدار سيوا دالله تعالی نه .

دنيکان صالحينو بزرګانو دعبادت په باره کښي داسي فرمايي، (أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ ) (الاسراء: ۷۵) هغه کسان چه دوي ورته رامدد شه وايي، غواړي هغوي خپل رب ته نيزدي والی، چه کوم يو ددوي نه زيات نيزدي وي ، او اميد لري دوي درحمت دهغه او ويره کوي دعذاب دهغه نه .د ونو بوټو متعلق الله تعالی فرمايي،

( أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّى* وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَى) (النجم: 19- 20) ايا تاسو سوچ کړيدی،په حال دلات او دعزی، او دمنات چه دريم يي روستو دی .

حديث دی: عن أبي واقد الليثي أن رسول الله صلى الله عليه وسلم لما خرج إلى حنين مر بشجرة للمشركين يقال لها ذات أنواط يعلقون عليها أسلحتهم فقالوا يا رسول الله اجعل لنا ذات أنواط كما لهم ذات أنواط فقال النبي صلى الله عليه وسلم

سبحان الله هذا كما قال قوم موسى اجعل لنا إلها كما لهم آلهة والذي نفسي بيده لتركبن سنة من كان قبلكم )

(سنن الترمذي: كتاب الفتن, باب : ماجاء لتركبن سنن من كان قبلكم:2180) صحيح . ابو واقد الليثي رضی الله عنه فرمايي، چه کله رسول الله صلی الله عليه وسلم حنين ته وتلو نو دمشکينو په يوه ونه باندي ورتيرشه , چه هغي ته يي ذات انواط ويله ، دي وني ته به مشرکينو خپلي اسلحي اچولي ، نو صحابه کرامو عرض وکړه ای دالله رسوله زمونږ لپاره هم دات انواط ونه مقرر کړه ،لکه څنګه چه دمشرکينو لپاره ذات انواط ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: سبحان الله ! دا خو بعينه هغه خبره ده کومه چه دموسی عليه السلام قوم کړي وه، چه زمونږ لپاره هم يو معبود مقرر کړه لکه څرنګه چه ددي مشرکانو لپاره معبودان دي، په هغه ذات قسم دچا په ذات کښي چه زما روح دی! چه تاسو به دمخکنو امتونو پوره تابعداري کوي.

ددريم اصل او قاعدي معنی او مفهوم : اکثرو عربو داسماعيل عليه السلام په دعوت باندي دابراهيم عليه السلام دين قبول کړی وو، او ديوالله تبارک وتعالی عبادت يي کولو، او په دين ابراهيمي کښي داخل شوي وو، ليکن دوخت په تيريدو سره دابراهيم عليه السلام دين يي هير کړه او په شرک کښي واقع شول. او دګمراهۍ په هرکنده کښي حيران وو، بعضو دبتانو عبادت شروع کړه چه هغه په حقيقت د ملائکو ، انبياو او دنيکانو عبادت وو، او بعضو د ونو بوټو او کاڼو عبادت شروع کړه، دوي په همدي حال باندي وو، چه الله تبارک وتعالی خپل نبي محمد صلی الله عليه وسلم راوليږه .

او دا امر يي ورته وکړه چه ددي ټولو سره قتال (جنګ) وکړي بغير دفرق کولونه په دوي کښي . ځکه چه دقتال (جنګ ) علت هغه هرقسمه شرک ختمول وو، اوبل داچه بايد ټول دين دالله تعالی لپآره شي،او په همدي باندي ټول خلک راجمع شي.

امام محمد بن عبدالوهاب رحمه الله دا اصل او قاعده ولې بيان کړه؟

امام رحمه الله او دهغه ملګري په اصل دين يعني په خالص توحيد باندي قائم وو، او دي طرف ته يي دعوت ورکولو، او ددي دعوت په خاطر يي دقبرپرستو مشرکانو په خلاف دقران قوي دلائلو په رڼا کښي دهغوي شرک ثابته وو.

او ددي قبر پرستو جواب به صرف داوو، چه دا اياتونه خو دهغه چا په باره کښي نازل شويدي، کوم چه دبتانو عبادت کوي ، نو تاسو څرنګه انبياء او بزرګان دبتانو سره برابره وي. ددي شبهي د جواب لپاره مصنف رحمه الله دا اصل او قاعده ذکر کړه چه داخبره ښه واضحه شي،

چه درسول الله صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي صرف د بتانو عبادت نه وو بلکه مختلف باطل معبودان وو، چه دهغوي عبادت کيدلو، بعضي خلک داسي هم وو، چه دانبياو او ملائکو عبادت يي کولو ، ليکن الله تعالی ددوي په مابين کښي هيڅ فرق ندی کړی، لکه مصنف رحمه الله فرمايي.

پوهه شه (الله تعالی دي تاته هدايت وکړي ) چه دنيا دشرک نه ډکه ده، کومو خلکو چه بزرګان ته د اعتقاد او محبت نوم ايښی دی، دا حقيقت به تاته په څلورو خبرو سره واضحه شي. او همدارنګه بعضي خلک دا وايي، چه دا اياتونه دهغه چا په باره کښي دي، چه دبتانو نه شفاعت غواړي ، او مونږ خو د نيکانواو بزرګانو نه شفاعت طلب کوو، نو د الله تعالی په دي ارشاد باندي غور ورکړه، اميد دی، چه ته به پوهه شي چه داخلک څومره ناپوهه دي درسول الله صلی الله عليه وسلم په دين باندي !(أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ ) (الاسراء: ) ۷۵) هغه کسان چه دوي ورته رامدد شه وايي (الد رر السنية : ۱- ۱۶۰)

ددي اصل او قاعدي دوه مهم مضامين :

۱ - هر مشرک چه دغيرالله عبادت کوي هغه ته دقتال عمومي اعلان، برابره خبره ده که دبت عبادت کوي، يا دولي بزرګ او کاڼي بوټي وغيره ، ددي دليل داقول دالله تعالی دی،(وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّه) (الانفال: 39) او جنګ کوي ددوي سره تر دي چه هيڅ شرک پاتي نشي ، او دين ټول دالله تعالی لپاره شي.

وجه داستدلال:

دقتال (جنګ) علت هغه دشرک وجو ددی، او دا دمشرکينو هر فرد ته شامل دی، برابره خبره که که دبت عبادت کوي، يا دولي بزرګ او کاڼي بوټي وغيره ،

۲ - دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي مختلف باطل معبودان وو، چه بعضي دهغي نه په دي ډول وو،

دنمر او سپوږمۍ عبادت کيدلو: ددي دليل دالله تعالی دا فرمان دی، (وَمِنْ آَيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ) (فصلت: 37) او بعضي د دليلونو دتوحيد نه شپه او ورځ او سپوږمۍ دي ، سجدي مه کوي ، نمر ته او نه سپوږمۍ ته ، او سجده خاص کوي الله تعالی ته هغه ذات چه دا يي پيداکړيدي، که چيري تاسو خاص هغه لره بندګې کوي.

الله تعالی او دهغه رسول عليه السلام چه کوم کفار او مشرکين د شرک په وصف سره متصف کړيدي، هغه دوه قسمه دي، دنوح عليه السلام قوم او دابراهيم عليه السلام قوم.

دنوح عليه السلام دقوم اصلي شرک هغه دبزرګانو په قبرونو باندي ودريدل او بيايي دهغو مجسمي جوړي کړي ، او عبادت به يي ورله کولو.

او دابراهيم عليه السلام دقوم اصلي شرک هغه دنمر سپوږمۍ او دستورو عبادت کول وو، دي قسمه مشرکينو ته به يي صابئين ويل او دوي په عراق کښي وسيدل ،لکه الله تعالی ددوي واقعه په سورت انعام کښي بيان کړيده، بيا دمشرکينو داعقيده قوم سبا ته نقل شوه کوم چه په يمن کښي وسيدل، او دنمر عبادت به يي کولو، لکه الله تعالی په سورت نمل کښي ددي وضاحت کړيدی،

( فا ئده : ابن القيم رحمه الله فرمايي: چه صائبين په لوي امتونو کښي يوامت دی، ددوي په باره کښي علماو کافي اختلاف کړيدی، په دي صابئينو کښي مؤمنان هم شته او همدارنګه کافران هم ، لکه الله تعالی فرمايي، ( إِنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارَى وَالصَّابِئِينَ مَنْ آَمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (البقرة: 62) يقينا هغه کسان چه ايمان يي راوړي دی، او هغه کسان چه يهو ديان دي، او نصاری او صابيان ، چاچه راوړو ددوينه په الله تعالی او په ورځ روستنۍ، او عمل يي وکړه نيک په طريقه دپيغمبر پس دوي لره ثواب د عمل ددوي دی، په نيز درب ددوي، او نه به وي هيڅ ويره په دوي باندي ، او نه به دوي غمژن شي.

دعربو په بتانو کښي يوبت وو، دهغه نوم ( شمس) وو، ددي وجينه هغوي به د عبد شمس نوم کيښوده، او همدارنګه (شمس) هغوي ديو معبود نوم هم ګرځولی وو، او داهم ذکر شويده، چه دکنانه قبيلي بعضي خلکو د سپوږمۍ عبادت هم کولو. (التحرير والتنوير: ۱۱- ۲۹۹ – اغاثة اللهفان : ۲- ۲۰۳) په يمن او شام کښي ډيروخلکو دصابيانو دين اختيار کړی وو، او بيا د نوي نوي دينونو په راتګ سره دصابيان دين ختم شو ( الرحيق المختوم: ۴۶- ۴۷) نبي کريم صلی الله عليه وسلم دنمر دراختلو او پريوتلو په وخت کښي دلمانځه نه منع فرمايلي ده ځکه چه دمشرکينو سره مشابهت رانشي، او دشرک زريعه او دروازه بنده شي. اوهمدارنګه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي خبر ورکړيدی، چه نمر د شيطان د دوه ښکروپه مينځ کښي راخيژي او پريوځي، او په دي وخت کښی مشرکين نمر ته سجدي کوي. (مسلم:۸۳۲)

نبي کريم عليه السلام دبعثت په وخت کښي دملايکو عبادت:

دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي چه دکومو معبودانو عبادت کيدلو په هغوي کښی ملائکې هم وي، لکه دالله تعالی په دي قول کښي ذکرشو( وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا) (ال عمران: ۸۰) او اجازت نه درکوي تاسوته ( نبي صلی الله عليه وسلم ) چه وګڼي ملائک او پيغمبران دبندګې حقدار. او همدارنګه الله تعالی په بل ځاي کښي فرمايي،(وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ (40) قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنْتَ وَلِيُّنَا مِنْ دُونِهِمْ بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ) (سبأ: 41) او په هغه ورځ چه راجمع به کړي ټول ، بيابه وايي ملائکو ته ايا داهغه کسان دي چه تاسوله يي عبادت کوو،دوي به وايي پاکي ده تالره ته زمونږ واکدار يی، داخلق نه دي مګر دوي بندګې کوله دپيريانو ډيرو ددوي په هغوي باندي يقين لرلو،

الله تعالی به دملائکو نه تپوس کوي ، چه ايا تاسو دي مشرکينو ته دا امر کړی وو، چه زمونږ عبادت کوي، ملائک به دالله تعالی دذات پاکې بيان کړي چه دالله تعالی سره هيڅ قسم شريک نشته ، او وبه وايي چه دويته شيطانانو دا امر کوو،(تفسير ابن کثير: ۳- ۸۶۲)

پيريان دکفارو او مشرکينو سره خبري کوي او په بعضي کارونو کښي ورسره مدد کوي بيا مشرکين داګمان کوي چه دوي دملائکو عبادت کوي ليکن په حقيقت کښی دوي د پيرانو عبادت کوي . (قاعده في التوسل والوسيله : ۳۹)

نبي کريم عليه السلام دبعثت په وخت کښي دانبياو عبادت:

دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي چه دکومو معبودانو عبادت کيدلو په هغوي کښی انبيا اورسولان هم وو، لکه الله تعالی فرمايي، (وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ) (المائده: 116) او كوم وخت چه اوبه وايي الله تعالی، ای عيسی ځوي دمريم ، ايا تا ويلي دي خلکو ته اونيسي ما او مور ځما دبندګې حقدار سيوا دالله تعالی نه ؟

نبي کريم عليه السلام دبعثت په وخت کښي د بزر ګانو عبادت او بندګي: دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي د بزرګانو عبادت هم کيدلو، لکه دالله تعالی ارشاد دی،

(أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ ) (الاسراء: ۷۵) هغه کسان چه دوي ورته رامدد شه وايي، غواړي هغوي خپل رب ته نيزدي والی، چه کوم يو ددوي نه زيات نيزدي وي ، او اميد لري دوي درحمت دهغه او ويره کوي دعذاب دهغه نه .

مصنف رحمه الله فرمايي، چه دبعضي سلفو نه داسي نقل دي:

بعضي قومونه داسي وو، چه د مسيح (عيسی عليه السلام) عزير عليه السلام او دملايکو عبا دت به يي کولو ، نو الله تعالی ورته وفرمايل ، چه دوي خو زما داسي بندګان دي لکه څرنګه چه تاسو زما بندګان يي، او دوي زما درحمت داسي اميد لري لکه څرنګه چه تاسو اميد لرۍ، او دوي زما دعذاب نه داسي ويريږي لکه څرنګه چه تاسو ويريږي، (الدرر السنية: ۱- ۱۴۵)

دعزير عليه السلام په باره کښي دا اختلاف دی ،چه آيا دا نبي دی او که نه؟ ابن کثير رحمه الله فرمايي ، چه مشهوره داده چه دا د بني اسرائلو دانبياو نه يو نبي دی، او د داود عليه السلام سليمان عليه السلام او د زکريا عليه السلام يحی عليه السلام په مابين کښي تير شوی دی، ددينه داخبره واضحه شوه ، چه په دي ايت کريمه کښي دملائکو او انبياو دعبادت ذکر دی،او مصنف رحمه الله ددي دليل هم مخکښي ذکر کړيدی، او دا ايت کريمه مصنف رحمه الله ددي لپاره دلته ذکر کړيدی، چه دليل پيش کړي، په دي خبره چه مشرکين دنيکانو خلکو عبادت اوبندګې کوي ، نو ددي ايت کريمه دنيکانو خلکو په عبادت باندي څنګه استدلال کيږي؟

ددي ايت نه استدلال په دوه طريقو سره :

۱ - ملائک او انبياء په ټولو مخلوقاتو کښي صالح او نيک مخلوق دی .

۲ - عامه فقهي قاعده ده، چه په قران او حديث کښي اعتبار عامو الفاظو ته وي نه خصوصي سبب ته. پس دا ايت کريمه شامل دی، هر معبو د من دون الله ته يعني هر هغه معبو د ته چه دالله تعالی نه ما سوا دهغي عبادت او بندګې کيږي،او هغه دالله تعالی دتقرب ذريعه جوړه وي، او دهغي نه اميد او طمع کوي .نو په ديکښي دانبياو نه علاوه نيکان خلک بزرګان وغيره ټول داخل دي، او همدارنګه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي دپيغمبرانو نه علاوه دنورو نيکانوبزرګانو عبادت هم کيدلو.

لکه نصاری دعيسی عليه السلام دمور (مريم عليه السلام ) په عبادت کښي اخته شوي وو، لکه دالله تعالی فرمان دی،(وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ) (المائده: 116) او كوم وخت چه اوبه وايي الله تعالی ، ای عيسی ځوي دمريم ، ايا تا ويلي دي خلکو ته اونيسي ما او مور ځما دبندګې حقدار سيوا دالله تعالی نه ؟

او همدارنګه د (لات) عبادت هم کيدلو دا يو سړی وو، چه حاجيانو ته به يي د ستوانو طعام ورکولو، چه کله وفات شو ،نو دوي ورباندي يو مزار جوړکړه او عبادت به يي ورلره کولو، (تفسير ابن کثير:۴- ۲۵۵) دامعنی د ايت نه په تشديد (اللات) يعني په (ت) باندي شد ويلو سره ثابتيږي، او دا دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما ، قراءت دی.

نبي کريم عليه السلام دبعثت په وخت کښي د کاڼو او بو ټو عبادت :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي چه دکومو معبودانو عبادت کيدلو په هغي کښي کاڼي او بوټي هم شامل وو، لکه الله تعالی فرمايي، ( أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّى* وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَى) (النجم: 19- 20) ايا تاسو سوچ کړيدی،په حال دلات او دعزی، او دمنات چه دريم يي روستو دی .

دطائف په ښارکښي يو سپين تراشلی ګټ وو او يوکور ورباندي جوړ شوی وو،او دا په چارديوارۍ کښي ايښی وو،او پردي ورباندي غوړيدلي وې، ګير چاپيره تري يو کلاو ساحه وه،اوداد طا ئف والاو په نظرکښي ډير محترم وو، او د ونو بوټو دعبادت دليل دادی، چه (عزی ) ديوې وني نوم وو، چه يوکور ورباندي جوړ شوی وو، پردي ورباندي هم غوړيدلي وي او دکجورو په يو باغ ګښي وه. (مرجع السابق) دونو په عبادت باندي حديث د ذات انواط په صراحت سره دلالت کوي،ځکه چه مشرکينو (دبيري وني ) ته خپلي اسلحي اچولي او برکت به يي تري حاصلولو.

ددريم اصل او قاعدي دشرحي خلاصه:

۱- درسول الله صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت کښي چه دکومو معبودانو عبادت کيدلو نوهغه مختلف او متنوع وو، صرف په بتانو پوري محدود نه وو، بلکه دانبياو اوصالحينو وغيره عبادت هم کيدلو ، ددي وجينه هغه اياتونه چه دشرک متعلق نازل شويدي نو هغه په خپل عموم باندي باقي دي، او هغه ټولو معبو دانو ته شامل دي دکومو عبادت او بندګې چه کيږي بغير دالله تبارک وتعالی نه. همدارنګه ددوي له جملي څخه عبادت د نيکانو او بزرګانو هم دی.

۲- دالله تبارک وتعالی دعبادت نه علاوه دنورو معبودانو عبادت کونکو سره عموما دقتال (جنګ) حکم دی ، برابره خبره ده که دامعبود ملائک وي که نبي وي ياولي بزرګ وغيره وي ، بغير دالله تبارک وتعالی نه .

دقبر پرستو دمسلک رد کول او باطلول ، ځکه چه قبر پرست مشرکين هغه ټول اياتونه چه دشرک متعلق نازل شويدي،خاص کوي دبتانو عبادت پوري ، او کوشش کوي چه د بزرګانو عبادت جائز کړي، او داعقيده ددوي سراسر ګمراهي ده.

څلورم اصل او قاعده:

داوسنی دور مشرکين ډير سخت دي په شرک کښي دمخکنې دوردمشرکينو نه، ځکه چه مخکنو مشرکينو به دخوشحالۍ په وخت کښي دشرک ارتکاب کولو،او دپريشاني او سختۍ په وخت کښي به يي صرف الله تبارک وتعالی ته رجوع کوله په اخلاص . او هرچه زمونږ دزماني مشرکان دي، نو دوي په هر وخت کښي که خوشحالي وي ،اوکه سختي وي دالله تبارک وتعالی سره شرک کوي، لکه الله تبارک وتعالی فرمايي،( فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (العنکبوت: ۶۵) هرکله چه دوي سواره شي په کشتۍ کښي رابلي دوي الله تعالی لره اخلاص کوي دهغه په بلنه کښي پس هرکله چه بچ کړي دوي لره اوچي ته دغه وخت دوي شريک جوړوي دالله تعالی سره .

والله اعلم وصلی الله علی محمد واله وصحبه وسلم ـ

دڅلورم اصل اوقاعدي معنی او مفهوم:

دااصل او قاعده انتهايي واضحه او روښانه ده ليکن افسوس غم او فکر ددي خبري دی. چه څنګه دټولو نه غوره دين اسلام طرف ته خپل ځان منسوبه ونکي خلکو شرک د مخکنو مشرکانو دشرک نه ډير زيات دی، ځکه چه دوي په هر حالت کښي خوشحالي وي که سختي دشرک ارتکاب کوي، اوهر چه مخکني مشرکان وو نو هغوي به په مشکلاتو تکليفونو اوسختو حا لتونو کښي صرف اوصرف دعاګاني دالله تبارک وتعالی نه غوښتلي.

ددي قاعدي مفهوم : مصنف رحمه الله ددي قاعدي په په بيانولوسره خپل مقصد بيان کړه ، هغه داچه مصنف رحمه الله دابيانول غواړي چه داوسني دور مشرکين ډير سخت او زيات دي ،په شرک کښي دمخکني دورمشرکينو نه .

مصنف رحمه الله فرمايي: چه زمونږ دزماني مشرکين د عهد نبوي دکفارو اومشرکينو نه ډيرزيات مخکي دي په شرک کښي، ځکه چه دنبوي عهد مشرکينو او کفارو دملائکو اوليآو بزرګانو نه دعاګاني غوښتلي، اود هغوي نه يي شفاعت او قرب الهي طلب کولو، ليکن هغوي دااقرار کولو چه هرڅه دالله تعالی په اختيار کښي دي، اوبل داچه هغوي به صرف دخوشحالۍ په وخت کښي دشرک ارتکاب کولو، او چه کله به دتکليف اومشکل سره محامخ شو نوبيابه يي صرف الله تعالی توجه کوله په اخلاص سره،( ا لدررالسنية:۱- ۶۷) مصنف رحمه الله داهم واضحه کړه چه اوسني دور مشرکين څنګه زيات دي په شرک کښي د مخکني دور دمشرکينو نه ؟

ددي دوه وجهي دي،

۱- دمخکې زماني مشرکينو صرف دخوشحالۍ په وخت کښي دشرک ارتکاب کولو،او ملائکو او بزرګانو ،بتانو ته متوجه کيدل .

۲- دمخکنۍزماني مشرکينو دالله تعالی سره دهغه مقرب بندګان شريکول،لکه انبياء،ملائک، او بزرګان شو، اويا هغه مخلوق چه دالله تعالی نافرماني نه کوي لکه کاڼي بوټي وغيره شو، او هر چه ددي زماني مشرکين دي ، دوي دالله تعالی سره هغه انسانان شريکوي ،کوم چه دټولونه لوي فاسقان فاجران وي،حتی چه دوي ورباندي هم دا قرارکوي چه دا زنا کار او غله دي، او لمونځونه نه کوي،(کشفشبهات: ۲۹-۳۰)

بيا مصنف رحمه الله دقرانی ايت مبارکه نه دااستدلال وکړه چه مخکنو مشريکينو صرف په حالت دخوشحالۍ کښي دشرک ارتکاب کولو، اوپه سختيو کښي صرف الله تعالی ته متوجه کيدل. دالله تعالی ارشاد دی،( فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (العنکبوت: ۶۵) هرکله چه دوي سواره شي په کشتۍ کښي رابلي دوي الله تعالی لره اخلاص کوي دهغه په بلنه کښي پس هرکله چه بچ کړي دوي لره اوچي ته دغه وخت دوي شريک جوړوي دالله تعالی سره .

ابن کثير رحمه الله فرمايي. الله تعالی دمشرکينو په باره کښي دا خبر وکړيدی چه هغوي به دتکليف او مصيب په وخت کښي صرف الله تبارک وتعالی ته متوجه کيدل او هيڅ قسم شرک به يي نه کولو. ليکن دا کار دو ي هميشه ولي نه کولو ، دمحمد بن اسحاق رحمه الله نه نقل دي ،چه دعکرمه بن ابي جهل رضی الله عنه بيان دی، کله چه رسول الله صلی الله عليه وسلم مکه فتحه کړه نو دا د مکه نه بهر ووته ا وتښتيده کله چه په کشتۍ کښي سور شه ددي لپاره چه حبشي ته لاړ شي ، نو دسمندر په مينځ کښي کشتۍ په چپو شوه ، او په کشتۍ کښي سورو کسانو وويل ، ای خلکو په اخلاص سره خپل رب الله تبارک وتعالی ته متوجه شي ځکه چه دهغه نه علاوه بل هيڅوک ددي مصيب نه نجات اوخلاصون نشي ورکولاي عکرمه رضی الله عنه فرمايي، چه ما غور سوچ او فکر وکړه چه هرکله په سمندر کښي دالله تعالی نه علاوه بل هيڅوک د نجات او خلاصی والا نشته ، نو په وچه کښي هم دالله تعالی نه بغير بل هيڅوک نجات او خلاصون نشي ورکولاي ، بيا ما وويل : ای الله تعالی که تا ماته ددي مصيبت نه نجات راکړه نو زه له تاسره دا وعده کووم چه زه به خامخا ځم او خپل لاس به دمحمد صلد الله عليه وسلم په لاس کښي ورکوم . او هغه ډير مشفق او نرم زړی دی، بيا همغسي وشول . (تفسير القران العظيم :۴- ۴۰۶)

دمحمد بن عبد الوهاب رحمه الله د دور په تيريدوسره، او نوي دور په راتلوسره، او همدارنګه دمخکني صورتحال دتريدونه بعد آيا څوک دا ګمان کولاي شي چه شرکې عقايد ددغي خلکو په مرګ سره هم دفن شويدي او وس شرکې عقايد نشته ؟ نه هيرګيز داسي نده بلکه شرکې عقايد اوس هم شته ، او دا يو داسي حقيقت دی، چه وضاحت او دليل ته ضرورت نلري، بلکه دا دروښانه ورځ په شان واضحه ده ،

= څنګه به صحيح شي په دماغو کې يوڅيز=

= روښانه ورځ چه هم محتاجه شي دليل ته =

په اسلامي مملکتونو کښي دبعضي مقبرو او زيارتونو او همدارنګه دجشن ميلاد (پيدائش) په ليدلو سره به تاته ښه واضحه شي، چه ددي خلکو زړونه د مړوسره څومره ژور متعلق دي او دتکليف او پريشاني په وخت کښي ددغه مړونه مدد غواړي

= شکايت کوو الله ته ناشنايي ددين او دهدی =

= ورکيدل ددين په مابين د هغه چا =

= کښي چه ګرځي په ماښام اوپه صبا =

= دين ناشنا راواپس شو دوباره =

= لکه څنګ چه شروع شوی وو ناشنا =

= بايد ودي ژاړي ددين په باره=

= علماء خاوندان دعلم ا وتقوی =

دا د عامو حالت دی، او په دي خبره کښي تعجب نشته چه داسي خلک هم شته کوم چه دويته دابو جهل او ابولهب دين مزين او ښايسته کوي ، او داسي وايي،

چاچه د نبي ياولي بزرګ په قبر باندي دعاجزۍ او تواضع مظاهره وکړه او دهغه نه يي وسيله طلب کړه نو داسي نه ويل کيږي چه دي شخص شرک وکړه او دغيرالله عبادت يي وکړه .ځکه چه صرف ( ندا ) ( استغاثه ) ( خوف ) او ( اميد ) ته شرعي عبادت نه ويل کيږي، اګر که دلغت په لحاظ سره ديته عبادت وايي، خو ددعا ټول قسمونه عبادت ندی، مګرکه مونږ دوي ( بزرګانو ) ته اوازونه کوو په دي عقيده چه دوي د ربوبيت دصفاتو مالکان دي، ( التنديد بمن عدد التوحيد : ۲۵)

آيا دا خبره ديو عام مسلمان کيدي شي علاوه لا داچه داسي شخص داخبره وکړي چه هغه دعلماو طرف ته منسوب وي؟

آيا ( تواضع او عاجزي ) ( استغاثه ) ( خوف او اميد ) او ( دعا ) شرعي عبادت ندی؟

آيا دا شخص نه پوهيږي چه دا عبا دات قلبيه د ايمان اصول دي او ددين بنياد دی او د اعضاو جوارحو دعمل اساس دی او دا عبادات په ټولو مخلوقاتو باندي فرض دي کوم چه مکلف دي په اتفاق دعلماو سره ؟ الله تبارک وتعالی فرمايي (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ (غافر 60) ويلي دي رب ستاسو ، حاجتونه غواړي زمانه ، زبه پوره کوم حاجتونه ستاسو، يقينا هغه کسان چه لو يې کوي دد عا زمانه زرده چه داخل به شي جهنم ته ذليلان به وي،

په بل ځاي کښي الله تعالی فرمايې: ( إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ (ألأنفال: 9) كوم وخت چه فريادكوو تاسو رب خپل ته، پس قبوله يي کړه دعا ستاسو چه زه امداد کوم ستاسو سره په زر(۱۰۰۰) دملائکو نه چه راځي به يوبل پسي، او همدارنګه الله تعالی فرمايې:

( فَمَنْ كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًاصَالِحًاوَلَايُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (الكهف:110) نوڅوک چه اميد لري دپيش کيدلو رب خپل ته نو عمل دي کوي دسنت برابر او شريک د نه جوړوي په بندګۍ درب خپل کښي هيچالره . په يو مقام کښي الله تعالی فرمايي:(فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) (ال عمران : 175) پس مه ويريږي دهغوي نه او اويريږي ځمانه ځکه چه تاسو مؤمنان يي.

الله تعالی فرما يلي دي : (إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (ألأنبياء: 90) يقينا دوي به وو چه کوشش به يي کولو په ټولو نيکو کارونو کښي او حاجتونه يي غوښتل زمانه مينه کونکي او ويره کونکي وو او وو دوي مونږ ته عاجزي کونکي.

دقبر برستو متعلق ددينه رشتنې خبره دبل چا کيدي شي؟ ډير کرته د انسان په زړه کښي يوڅيز پټ وي اودا انسان ورباندي نه پوهيږي او همدارنګه دانسان په زړه کې يو ه مخفي عقيده وي او دا دهغې احساس نه کوي، ددې ښکاره مثال قبر پرست دي، کوم چه د خپلو حاجتونو دحاصلولو لپاره په قبرونوکې ددفن شوي مړوته درخواستونه کوي ، او دي دفن شوي مړو ته داسي عاجزي کوي اوله دوينه دعاګانې غواړي لکه څنګه چه الله تبارک وتعالی ته تضرع او عاجزي کيديشي، اوچه کله دوي ته څوک په دي باندي تنبيه ورکړي، نو دوي وايې چه مونږ خو ددي مړو عبادت نه کوو، بلکه مونږ خو صرف له دوينه شفاعت او سيله طلب کوو، او ددوي په وجه باندي مونږ الله ته تقرب (نيزديکت) حاصلوو، ليکن په حقيقت کې ديو معبود دعبادت لوي مظهر هغه دادی، چه بنده دهغه مخامخ په ډيره عاجزۍ اوتضرع سره ودريږي ، او دهغه نه مددونه غواړي ،

ددي وجينه داقبر پرست په حقيقت کې ددي دفن شوي مړو بندګې کوي، ليکن دوي په دي حقيقت نه پوهيږي ، او نه ددي احساس کوي ، الله سبحانه وتعالی هيڅ يو داسي قوم نه خوشبخته کوي کوم چه دتکليف او مصيبت په وخت کښي دالله سبحانه وتعالی نه مخکې کاڼو او ونو بټو ته توجه کوي او دهغي نه حاجتونه تري غواړي،

تاسو خو سحر او ماښام دا وايي ، چه دسلفو په تابعدارۍ کښي هرقسمه خيردی، او دخلفو دبدعاتو په تابعدارۍ کښي هرقسمه شر او فساد دی، نو ايا سلفو قبرونه چونه ( پخول ) ايا سلفو قبرونه الله ته وسيله کول، آيا سلفو درسول الله صلی الله عليه وسلم قبر نه يا دصحابه کرامو ا دقبرونو نه حاجتونه غوښتلي دي،آيا په سلفوکښي چا درسول الله صلی الله عليه وسلم يا دصحابه کرامو دقبرونونه حاجتونه غوښتلي دي، آيا رفاعي، دسوقي، جيلاني، او بدوي ، دالله تعالی په نيز باندي دانبياو رسولانو اوصحابه کرامونه

ډيرمقرب دي آيا رسول الله صلی الله عليه وسلم چه دتصويرونو اومجسمو جوړولونه منعه کړيده نودا هسي لوبه اوتماشه ده که نه بلکه دامنعه يي ددي وجي نه کړيده چه په دي امت کښي دجاهليت شرک واپس رانشي ؟

په تصويرونو مجسمو او مزارونو قبرونوکښي څه فرق ؟ هرکله چه داهريو دشرک باعث ګرځي، او عقيده دتوحيد بربادوي، ( النظرات لمصطفی المنفلوطی : ۸۱- ۸۵ )

دڅلورم اصل اوقاعدي دشرحي خلاصه :

ددي دور اوزماني مشرکان دمخکني دور دمشرکانونه ډير سخت دي په شرک کښي،

دقبرونونه مددونه غوښتل اودا قبرونه وسيله جوړول به ترهغي پوري باقي وي ترڅو پوري چه هغه خلک موجودوي کوم چه داخبري ښايسته کوي او دي طرف ته دعوت ورکوي ، اوباطل دحق په جامه کښي خلکو ته پيش کوي ، دالله تعالی په فضل کرم سره دفهم توحيد باره کښي څلور بنيادي اصولو اوقواعدو باندي مشتمله دارساله اخر ته ورسيده ،

والحمدلله رب العالمين, والصلاة والسلام على سيدالأنبياء والمرسلين, نبينامحمد وعلى آله وصحبه أجمعين,

معلومات المادة باللغة الأصلية