Description
د ابن هشام مختصر سيرة الرسول صلى الله عليه وسلم : دکتاب په اړه: تهذیب سیرة ابن هشام: د ګردو ښوونکو او زده کونکو ترمنخ ارزښتناک کتاب دی، اسلوب یې روښانه او وړانګین دی، ښه ډول او ښکلا لري، څوک چې يې وويني خوښ يې راځي، چې خوښ يې راشي لولي يې، چې يې ولولي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم اخلاق او سلوک، رويه او دعوت او له خلکوسره په ژوندۍ بڼه خبرو اترو کې انداز خپلوي، د کتاب اسلوب نهايت زيات ښايسته دی او تعبیرات يې هم دومره بلاغي دي چې هم ځان ته سترګې راړوي او هم عقل، مضمونونه يې وړانګينې ملغلرې او کلمات يې ځليږي. زړه ورسره مينه پسند بولي او فکر ته وده ورکوي او د هغو تورنو ډېر شه دارو درمل دی چې کفارو اسلام پسې تړلي دي، تهذیب سیرة ابن هشام هغه کتاب دی چې د خپل پېغمبر په محبت خلک روزي، او د مکې او مدينې ليدو ته زړه په تلوسه کې اچوي، تهذیب سيرة ابن هشام هغه کتاب دی د پېغمبر اسلام له خپلو صحابه کرامو او خپلو خپلوانو، له کمزورو او غلامانو، له مشرانو او اميرانو، د قبائلي مشرانو او شاعرانو او حتی له سخترينو دښمنانو سره دمنطق او خبرو انداز روایت کوي، صلی الله علیه وعلی اله واصحابه الغر المیامین، وعلی کل من سار بنهجه وتمسک بسنته الی یوم الدین.
Word documents
އެޓޭޗްމަންޓް